د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۶

ویسا د مسلمیار له قوله: سیاسي سوداګرو ته پر ډېورند کرښه د خبرو اجازه نه ورکوو


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو د وروستۍ غونډې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان سیاستوالو او پاکستاني چارواکو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره لیکلي چې پاکستان څه غواړي! افغان سوله که د ډېورند مشروعیت؟

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د لاهور په غونډه کې چې ظاهراً د افغان سولې په تړاو د بحثونو لپاره جوړه شوې وه، د سولې په اړه په کې هېڅ بحث ونه شو.

د مطلب د لیکوال د معلوماتو له مخې چې په دې ناسته کې یو شمېر افغان سیاستوالو په ځانګړي ډول عطا محمد نور او لطیف پدرام د ډېورند د فرضي کرښې په اړه څرګندونې وکړې او دا يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد وباله.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې دغو سیاستوالو د ډېورنډ کرښې په اړه د عمومي ټولپوښتنې غوښتنه وکړه، خو د مطلب لیکوال لیکي چې د دې کرښې په اړه د دواړو غاړو پرتو قومونو دریځ ته په کتو د پاکستان اوسنۍ تګلاره ترکستان ته تللې ده او هېڅ څوک حق نه لري چې په دې اړه بې مسؤلیته څرګندونې وکړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې کومو افغان سیاستوالو چې په دې ناسته کې يې د پاکستان په خوښه څرګندونې کړي، هېڅ کله د افغانانو استازولي نه شي کولای.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په دې ناسته کې کلیشه يې او بې معنا شعارونه تکرار شول.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې اسلام اباد ته نږدې د مري په بوربن سیمه کې د افغان سولې په تړاو د بحثونو لپاره په دې غونډه کې د ډېورند د کرښې د لویې مسئلې په اړه د حل لارو وړاندې کول هغه څه وو چې یاده ناسته يې نوره هم بې خونده او ارزښت يې د صفر سره ضرب شو.

د سرمقالې لیکوال لیکي، که پاکستان هدف درلود چې په دې ناسته کې د یو شمېر افغان سیاستوالو له خولې د ډېورند په اړه خبرې راوباسي، نو باید په دې پوه شي چې د څو سیاسي او بې وزنه څېرو پر خولو د رسمي سرحدونو په باب خبرې هېڅ حقوقي ارزښت نه لري.

همدې ورځپاڼې په یوه بل جلا مطلب کې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار له قوله لیکلي دي چې سیاسي سوداګرو ته پر ډېورند د خبرو اجازه نه ورکوو.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د ښاغلي مسلمیار له قوله لیکل شوي دي چې پاکستان ته تللي افغان سیاستوال دې پر ډېورند کرښې د بحث پر ځای د پاکستان له جابر او ظالم ریاسته د علي وزیر، محسن داوړ او پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره د روان ظلم او جبر پوښتنه وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې د سولې په اړه د پاکستان او مسکو نمایشي هڅې او بې ګټې غونډې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو د ملاتړ کوونکو هېوادونو په توګه د افغان حکومت له مشورو پرته پاکستان او مسکو د سولې په تړاو په ناستو سره غواړي چې له وسله والو ډلو سره خپل ملاتړ پټ کړي.

XS
SM
MD
LG