د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د ولسي جرګې غړي له دوو ورځو راهیسې د بحث لپاره هېڅ مضمون نه لري


میز و چوکی ریاست ولسی جرگه شکستانده شد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00

د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پرسر د رامنځته شوي کړکېچن وضعیت یو انځور

د افغانستان د ولسي جرګې غړي له دوو ورځو راهیسې د بحث لپاره هېڅ مضمون نه لري.

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د تېرې چهارشنبې د ورځې له نښتې وروسته دوه ورځې کېږي چې د دغې جرګې ډېری غړي اوزګار دي او په هېڅ یوې اجنډا ډله ییز بحث نه کوي.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازی حبیب الرحمن پدرام رسنیو ته وویل، د شنبې او یکشنبې په ورځ کې اکثره وکیلان په خپلو شخصي خبرو بوخت وو.

ده وویل: د تېرې اوونۍ په پرتله چې له تاوتریخوالي ډکه وه، نن او پرون کراري وه، هېڅ اجنډا نه وه تنظیم شوې او وکیلان په خورو ورو خبرو بوخت وو، د دغه وضعیت دوام د خپلواکو وکیلانو لپاره د منلو نه دی.

بل خوا په دغه جرګه کې د بغلان د خلکو استازې نوریه حمیدي وايي، د خلکو استازي باید له چوپتیا لاس واخلي او په اصلي اجنډا چې د جرګې د رئيس ټاکل دي، بحث وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د یادې جرګې غړې مریم سما ازادي راډیو ته وویل، ۱۰۲ وکیلانو د نوي رئیس د ټاکلو په هدف د نویو څېرو تر منځ د دوهم دور انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې غړې مریم سما
د ولسي جرګې غړې مریم سما

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د وکیلانو ترمنځ اختلاف په فزیکي نښته واوښت چې د جرګې د رئيس مېز او څوکۍ په پکې مات شول او یو شمېر وکیلان په کې ټپیان هم شول.

په ورته وخت کې داسې څرګندونې هم کېږي چې د بې طرفه او د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني د پلویانو په ګډون یو پلاوی جوړ شوی چې د "یوې جنجالي رأیې" پر سر رامنځته شوی اختلاف پای ته ورسوي.

دغه جنجالي رأیه یو اضافي ټکی لري چې د کمال ناصر اصولي د پلویانو په خبره، باطله ده.

که دغه رأیه د رښتینې رأیې په توګه ومنل شي، د میر رحمان رحماني د بریالي کېدو پر سر اختلاف به له منځه لاړ شي.

د ولسي جزګې غړی میر رحمان رحماني
د ولسي جزګې غړی میر رحمان رحماني

د ولسي جرګې بل غړي حمیدالله توخي رسنیو ته وویل، تمه ده چې ۲۵ کسیز پلاوی روان اختلاف پای ته ورسوي.

ده زیاته کړه: جنجالي موضوع چې هغه یوه رأیه ده او ستونزه رامنځته شوې، هیله مند یم چې دغه پلاوی به وتوانېږي چې د حل لار ورته پیدا کړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، کوم کسان چې په دغه پلاوي کې شامل دي، ټول مصلح کسان دي، هیله ده چې دواړه لوري يې پرېکړه ومني.

اوس دا پوښتنه کېږي چې د ولسي جرګې غړي په وروستیو دوو ورځو کې ولې ونه توانېدل چې په مجموعي توګه د اختلاف په وړ موضوع بحث وکړي.

د جرګې غړی میرویس یاسیني وايي، د تېرې اوونۍ د فزیکي نښتو اثرات په کمېدو دي او خوشبیني شته چې په راتلونکو ورځو کې د جرګې غړي دسته جمعي بحثونه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG