د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، دغه مثبته پېښه د ترینکوټ ښار اړوند په نوجي سیمه کې ثبت شوې ده.
دوي وايي، لامل يې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د پولیو د واکسین مخه نیول دي.
روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله ۳۴ نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: