د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

په ارزګان کې یو شمېر ناروغان: ولایتي روغتون کې ان اوبه هم نه‌لرو


د ارزګان ولایتي روغتون
د ارزګان ولایتي روغتون

په ارزګان کې یو شمېر ناروغان د دې ولایت له ولایتي روغتون له خدماتو سر ټکوي.

د ارزګان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره د ناروغانو سره راغلي یو شمېر پایوازانو ازادي راډيو ته وویل چې ناروغانيې د مرګ په بستر پراته دي، خو په روغتون کې نه درمل ورکول کېږي او نه يې ډاکټران د ناروغانو درملنه کوي.

د ارزګان ولایتي روغتون
د ارزګان ولایتي روغتون

دغه پایوازان زیاتوي چې په یاد روغتون کې دومره اوبه نشته چې اودس پرې وکړي او په خبره یې چې زیاتره د لمانځه لپاره تیمم وهي.

د ولایتي روغتون مسؤلین بیا د اوبو او د پایوازانو لپاره د ځای نشتوالي مني، خو دا نه مني چې ناروغانو ته درمل نه ورکول کېږي.

د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت دغه روغتون ورغلی او په اړه دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG