د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

کابل او اسلام‌اباد هم شکمن، هم هیله‌مند خو بیا هم باور جوړونه غواړي


د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور په بوربان سیمه کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه جوړه شوې ناسته
د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور په بوربان سیمه کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه جوړه شوې ناسته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د ملامتولو لوبه نه د کابل او نه هم د اسلام‌اباد په ګټه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د کابل او پاکستان تر منځ دې بیا اعتماد رامنځته شي.

قریشي د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور په بوربان سیمه کې د افغانستان د سولې په تړاو یوې جوړې شوې ناستې ته پرون شنبه وویل:"د ملامت سلامت لوبه د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده او لازمه ده چې له دې منفي چلنده لېرې و اوسو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د قریشي خبرې د پاکستان په دولتي ټلوېزیون «پي.ټي.وي» خپرېدې.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد له داسې یوه افغانستانه ملاتړ کوي چې له خپل ځان او خپلو ګاونډیو سره په سوله کې و اوسي.

څه باندې ۳۰ مخورو افغان سیاست‌والو د شنبې په ورځ د افغان سولې په تړاو په لاهور کې په‌دې ناسته کې حضور درلود.

د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي، د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق، د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید حنیف اتمر او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور په دې ۳۰ کسیزه پلاوي کې شامل دي.

خو د طالبانو ځای په‌دې ناسته کې چې د لاهور پروسه یادیږي تش دی.

  • اسلام‌اباد د دې ناستې په ترسره کولو سره څه غواړي؟

لندن مېشتی سیاسي شنونکی سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته دا پوښتنه داسې ځواب کړه: "پاکستان هڅه کوي له دې لارې ووايي چې له سیاستوالو، دولت او هم له طالبانو سره قوي اړیکې لري او که په افغانستان کې سوله راځي «اسلام‌اباد» باید یو لوړ مقام ولري. ځکه هغوی وايي چې له ۴۰ کلونو په افغانستان کې ښکېل پاتې دي او که په افغانستان کې سوله راځي په سیمه کې سوله راځي."

لندن مېشتی سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی
لندن مېشتی سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولي به باب د لاهور پروسې ناستې ته ویلي اسلام‌اباد هوډمن دی چې له افغانستان سره دوه اړخېزې اړیکې د عدم مداخلې، متقابل درناوي او ګډو مرستو په اساس ولاړې وي.

خو پاکستانی افراسیاب خټک د پاکستاني چارواکو دغو خبرو ته د شک په سترګه ګوري.

هغه له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې اسلام‌اباد له طالبانو نه په خپل بهرني سیاست کې د کلیدي الې په توګه کار اخلي.

دی وايي: "پاکستان طالبان په افغانستان کې خپل اساسي متحد ګڼي. په همدې خاطر غواړي چې طالبان د افغانستان په راتلونکي سیاست کې یو تعینوونکی رول ولري."

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې تل د بې باورۍ او دوه اړخېزې تور لګونې سره مل پاتې شوي.

کابل او متحد یې واشنګټن پاکستان تورن کړی چې طالبانو ته یې په خپله خاوره کې امن پټنځایونه ورکړي دي.

اسلام‌اباد بیا دا تورونه ردوي او وايي چې په خپله د ترورېزم ښکار دی.

خو دا وار د اسلام‌اباد او کابل لهجه او خبره ظاهراً د بدلون په حال کې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني راتلونکي پنجشنبه د جون ۲۷مه اسلام‌اباد ته روان دی.

مخکې له مخکې یې هیله مندي ښودلې چې د سولې په برخه کې همکاري وکولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د کلونو بې باوري ځای ونیسي.

واشنګټن هم د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له مخکې خپلې هڅې چټکې کړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتونو خاص استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، له طالبانو سره راتلونکی دور خبرې را روانه شنبه د جون په ۲۹مه پیلوي.

خلیل‌زاد د شنبې په ماښام په خپله ټویټرپاڼه دا هم لیکلي چې افغانستان او قطر ته یې د وروستيو سفرونو په اساس باورمن دی چې ټولې خواوې «د افغان سولې د پروسې» چټک پرمختګ غواړي.

ښاغلي خلیل‌زاد د جون په ۱۸مه لیکلي و چې امریکا د سولې د یوه بشپړ تړون په لټه کې ده د خروج موافقه نه لټوي.

زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې او پخلاینې په رابطه خپل اوسنی سفر د مې له ۲۹مې را پیل کړی او تر دې دمه افغانستان، پاکستان، بلجیم او جرمني ته تللی دی.

طالبانو ویلي چې له امریکايي پلاوي سره په «پخوانیو» خبرو کې امریکا منلې چې له افغانستانه خپل پوځیان باسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد بیا وایي، له افغان خاورې د تروریستانو د نه کارونې ډاډ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو په هدف د بین الافغاني خبرو پیل او دایمي اوربند د ده لپاره څلور مهم اهداف دي.

ښاغلي خلیل‌زد د جون په اتلسمه بیا خپله همېشنۍ خبره تکرار کړې وه تر هغو چې په دغو څلورو مواردو موافقه نه وي شوي په هېڅ شي موافقه نه کېږي.

د افغان سولې د تأمین لپاره له جدي هڅو سره سره جنګ لا هم روان دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې د اوربند لپاره هیله مندۍ سړې کړې او یو ځل بیا یې افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ له افغان حکومت سره هر ډول خبرې رد کړې.

XS
SM
MD
LG