د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د لوګر د زرغون ښار سیمې خلکو د څو ښوونځیو دروازې تړلي


د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی په هستوګن ځايونو کې د امنیتي ځواکونو د پوستو د جوړېدو په غبرګون کې یې د یو شمېر ښوونځيو دروازې تړلي دي.

د لوګر په دهنو کلي کې د ښوونځيو په بیا پرانيستل کېدو سره د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار یو شمېر اوسېدونکو د هستوګنې په کورونو کې د امنیتي ځواکونو د پوستو په جوړېدو اعتراض کړی او یو شمېر ښوونځي یې تړلي دي.

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار کلي قومي مشر روح الله د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هستوګنې په کورونو کې د امنیتي ځواکونو پوستې ورته ګڼې ستونزې را ولاړي کړي دي.

ده وویل: د ملي اردو او پولیس ځواکونه د خلکو په کورونو کې ځای پرځای شوي، په همدې اساس د کلي مشرانو پرېکړه وکړه چې د ښوونځي دروازې وتړي، څو چارواکي زمونږ غږ واوري او ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دغې سیمې بل اوسېدونکی عنایت الله هم ورته شکایت لري.

هغه وايي، له همدې امله له تېرو څو میاشتو راهیسې د زده کوونکو د زده کړې بهیر ټکنی شوی.

نوموړي وویل، که څه هم دغه ستونزه په کراتو له سیمه ییزو چارواکو سره شریکه شوې، خو په وینا یې چې تراوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.

ده زیاته کړه: نږدې درې میاشتي کېږي چې حکومتي ځواکونه زمونږ د هستوګنې په کورونو کې ځای پرځای شوي، کله چې جګړه کېږي، خلکو ته ګڼ زیانونه اوړي، مونږ ولایتي چارواکو ته هم په دې اړه شکایت کړی، خو هغوی له ژمنو پرته تراوسه زمونږ ستونزه نه ده هواره کړې.

دغه پنځه ښوونځي د ولسمشر محمد اشرف غني د زېږدو ځای سرخاب ته نږدې کلي زرغون ښار کې تړل شوي دي.

تردې دوه اوونۍ مخکي د محمد اغې ولسوالۍ د دهنو کلي اوسېدونکو هم د ورته ستونزې له امله ښوونځي تړلي وو.

خو د ازادي راډيو د پرله پسې راپورونو وروسته مسؤلو چارواکو د ځايي اوسېدونکو غوښتنې ومنلې او ښوونځي بېرته پرانيستل شول.

د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي وویل چې د زرغون ښار د اوسېدونکو غوښتنو ته به ژر تر ژره رسېدنه وشي.

د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزی
د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزی

ده وویل: مونږ پرېکړه کړې ده چې ډېر ژر به یو لوی مرکز جوړوو او امنیتي ځواکونه به د هستوګنې له کورونو انتقالوو، مونږ د خلکو ستونزې منو، هڅه کوو چې ملکي وګړي زیانمن نه شي او امنیتي ځواکونه د زرغون ښار لېرو سېمو ته ولېږو.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار کلي کې د ښوونځيو تړل کېدل تأییدوي.

خو د دغه وزارت ویاندې نورې نزهت ازادي راډيو ته وویل چې له ښوونځيو باید د فشار په ډول کار وانه خیستل شي.

د نوموړې په وینا، پر لوګر سربېره د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د نا امنیو له امله سلګونه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي پاتې دي.

XS
SM
MD
LG