د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۵

د طالبانو له خوا د پولیو د واکسینو مخنیوی او د دغې ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنه


په کندهار ولایت کې د پولیو د واکسین د تطبیق د کمپاین یو انځور

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، وسله وال مخالفین په ډېری ولایتونو کې د پولیو د واکسین د پلي کېدو د لارې خنډ کېږي.

د افغانستان په نا امنو سیمو کې د پولیو د ۶ مثبتو پېښو له ثبتولو وروسته د عامې روغتیا وزارت وايي، که وسله وال مخالفین د پولیو د واکسین پلي کولو ته اجازه ور نه کړي، د دغې ناروغۍ پېښې به ډېرې شي.

د دغه وزارت د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین د پروګرام مسؤل ډاکتر هدایت ستانکزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روان میلادي کال د اپرېل له میاشتې راهیسې د پولیو د واکسین پلي کول د وسله والو مخالفینو له خوا منعه شوي دي.

ښاغلی ستانکزی وايي، دغه وزارت د بېلابېلو نړیوالو مراجعو، سپین ږیرو او دیني عالمانو له لارې هڅه کړې چې دغه ستونزه له منځه لاړه شي.

ده وویل: څه باندې ۴ میاشتې کېږي چې د وسله والو مخالفینو له خوا د پولیو د واکسین د پلي کولو پر وړاندې خنډونه پيدا شوي، دغه مسئله موږ او نړیوالې ټولنې ته د اندېښنې وړ ده، زه د دغه پروګرام د مسؤل په توګه له ټولو مخالفینو غواړم چې دغه پروګرام ملي دی او د ماشومانو لپاره دې د دغه پروګرام د پلي کولو په لار کې خنډونه نه جوړوي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره، په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو له خوا د سره صلیب او د روغتیا د نړیوال سازمان د فعالیتونو ودرولو د پولیو د واکسین د پلي کولو پروګرام هم په غیر مستقیم ډول اغېزمن کړی دی.

ستانکزی وايي، د پولیو د واکسین د پلي کولو پروګرام د عامې روغتیا د وزارت له خوا پرمخ وړل کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان ورسره یوازې مالي او تخنیکي مرسته کوي.

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو درې مثبتې پېښې په ارزګان، دوه په کندهار، درې په هلمند او یوه په کونړ کې ثبت شوې ده.

په پکتیا کې د واکسین د تطبیق کمپاین
په پکتیا کې د واکسین د تطبیق کمپاین

د دغه وزارت مسؤلین وايي، پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې خلک پرې په هر عمر کې اخته کېږي، خو ډېری ماشومان چې عمر يې تر پنځه کلنۍ لږ وي، پرې اخته کېږي.

ښاغلي ستانکزي دا هم وویل، د عامې روغتیا وزارت د یوه کال په موده کې د پولیو د واکسین د پلي کولو درې عمومي او ۶ فرعي کمپاینونه ترسره کړي دي.

بل خوا د ارزګان ولایت یو شمېر قومي مشران وايي، هڅې کوي چې له وسله والو مخالفینو سره د پولیو د واکسین د پلي کولو ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.

د دغو قومي مشرانو له ډلې عبدالباري باور وايي: د پولیو د واکسین د پلي کولو په لاره اکثره وسله وال مخالفین ستونزې جوړوي، موږ هڅه کوو چې عامو خلکو ته پوهاوی ورکړو، نننۍ ناسته مو هم په همدې خاطر ده، هڅه کوو چې د دغه واکسین د پلي کولو لپاره زمینه مساعده کړو.

له دې سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، تر کومه چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره یې ستونزه نه وي حل شوي، د پولیو د پلي کولو مخه به نیسي.

مجاهد ادعا کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د پلي کولو له کمپاینه د دښمنانو په ګټه کار اخلي، خو په دې اړه ېې ډېر څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG