د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم له هنده ماته وخوړه


د کرکټ افغان لوبغاړي
د کرکټ افغان لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام کې پرون د شنبې شپه له هنده ماته وخوړه.

افغان ټیم که څه هم په بالنګ کې ښه وځلېد او هندي ټیم یې له ۲۲۴ منډو ډېرو نمرو ته پرینښود خو په ځواب کې یې ټول لوبغاړي په ۲۱۳ منډو وسوځېدل.

په‌دې لوبه کې هندي بالر محمدشامي څلور ویکټې واخېستې او په وروستي اوور کې یې سر په سر درې لوبغاړي وسوځول او د هند لپاره یې په نړیوال جام کې د هټریک یا درې ویکټو ریکارډ جوړ کړ.

افغان ټیم په نړیوال جام کې تر اوسه شپږ لوبې بایللي او لا درې لوبې لري.

بله لوبه یې سبا دوشنبه له بنګله دیش سره ده.

XS
SM
MD
LG