د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د حکومت د مداخلې په اړه د انتخاباتو په خپلواک کمېسيون کې د نظر اختلاف


آرشیف/ د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ
آرشیف/ د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال وايې، حکومت د کمېسیون په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي او د کمېسیون د غړي مولانا عبدالله نظر د هغه شخصي نظر دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړي مولانا عبدالله نظر د هغه شخصي دی او حکومت د دغه کمېسیون په چارو کې مداخله نه کوي.

ده وویل: هغه د جناب عبدالله شخصي نظر او د کمېسیون د مشرتابه نه دی، ځینې ستونزې نه ردوم، خو په څرګنده ویلی شم چې دولت زموږ په هېڅ کار کې مداخله نه کړه او موږ هم د کمېسیون د مشرتابه په توګه اجازه نه ورکوو چې څوک د کمېسیون په چارو کې مداخله وکړي.

له ښاغلي مل څخه مو وپوښتل، هغه کوم موارد دي چې نه یې ردوئ، ده وویل چې د حکومت او کمېسیون ترمنځ طبعاً ځینې ستونزې شته، خو په دې اړه یې ډېر څه ونه ویل.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي مولانا عبدالله تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، ځیني کسان چې په رقابتي ازموینه کې بریالي شوي، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یې د ګمارلو وړاندیز نه کېږي.

دده په خبره، یو شمېر کسان شته چې له کامیابېدو سره سم په کمېسیون کې پر دندو ګمارل کېږي.

ده د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کمېسیون په چارو کې د ولسمشر مداخله رد کړه، خو ویې ویل، د ولسمشرۍ ماڼۍ په دستګاه کې ځیني کسان شته چې د کمېسیون په غیر قانوني ګمارنو کې لاس لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د مونالا په باور، په کمېسیون کې د غیر قانوني مقرریو او په کې د نظر وړ کسانو ګمارل د کمېسیون په چارو کې د نفوذ کولو په معنا دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغه غړي نظر ردوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وایي: استخدام د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د اداري اصلاحاتو د کمېسیونونو صلاحیت دی، ارګ په کې مداخله نه لري، ښاغلي عبدالله ته د عامو خبرو او د افکارو د ګډوډولو پرځای ښه ده چې د دغو کړیو نومونه خلکو او رسنیو ته افشا کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

مولانا عبدالله د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل، د کمېسیون ځیني غړي د دغو غیر قانوني ګمارنو په اړه غلي دي او دده په باور، څوک چې د ده خبرې ردوي، د دغو مقرریو له عاملینو سره مله دي.

ده زیاته کړه: یو روایت دا دی چې غلي کېني په دې دلیل چې ځیني کميشنران پوهېږي چې دا ډول کارونه روان دي، تل پرې بحث شوی، یوازې د کمېسیون غړي نه، بلکې حتی مامورین او اجیران هم په دغه قضیه پوهېږي، خدای مه کړه زموږ کميشنران به داسې څرګندونې ونه لري چې غیر قانوني ګمارنې رد کړي او که ویې لري، فکر کوم چې د هغو کسانو له ډلې دي چې له سبوتاژ کوونکو سره په همکارۍ کې دي.

دی وايي، د ده خبرې او ادعاوې د هغو اسنادو او شواهدو له مخې دي چې په کمېسیون کې موجود دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره پر عملیاتي پروګرامونو بوخت دی چې په پام کې ده تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به ترسره شي.

XS
SM
MD
LG