د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

حمدالله محب: د ګاونډيو هېوادونو او سيمې امنيت په نشه يي موادو پورې تړلی


د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د سيمې ثبات په نشه يي موادو پوری تړلی ګڼي او وړانديز کوي چې بايد ګاونډيان او د سيمې هېوادونه له افغان دولت سره په ګډه د نشه يي موادو پر ضد مبارزه وکړي.

د اوفا (UfA) لسم کنفرانس چې د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په ګډون جوړ شوی و، د نورو امنیتي مسائلو ترڅنګ د سیمې هېوادونو په کچه په نا امنۍ کې د نشه يي موادو ونډه هم وڅېړل شوه.

د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې کنفرانس کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو مبارزه او سرښندنې وستایلې او د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق یې د نړۍ امنیت ته يو ستر ګواښ او د ترهګرو ډلو مالي سرچینې وبللې.

د افغانستان د امنيت شورا ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي محب په سیمه کې د نشه يي موادو له کښت، تولید او هیروئینو په جوړولو کې د کېمیاوي موادو د قاچاق په برخه کې پر صادقانه مبارزې ټینګار وکړ.

د افغانستان د امنيت شورا ویاند طارق ارین
د افغانستان د امنيت شورا ویاند طارق ارین

دی وایي: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه د خبرو ترڅنګ د نشه يي موادو قاچاق د ترهګرو ډلو مالي سرچینه وبلله او ترهګر او د نشه يي موادو قاچاق کوونکي یې د یوې سکې دوه مخونه وګڼل، ده زياته کړه چې ترهګر د نشه يي موادو له امله په کال کې په میلیونونو ډالر تر لاسه کوي چې باید ټول هېوادونه یې په ګډه مخه ونیسي.

تر دې وړاندې روسي چارواکو هم څو ځله په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت او تولید له ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو د افغان حکومت د ملي امنیت مشاور دې اندېښنو ته په ځواب کې له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل چې د نشه يي موادو د تولید په مخنيوي کې باید افغانستان ته د کېمیاوي موادو صادرات بند کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې يا (UNAMA) د چهارشنبې په ورځ امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې ویلي چې افغان ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو له خوا افغانستان ته د زرو ليټرو کېمیاوي موادو د قاچاق مخه نیولې ده، دا هغه مواد دي چې د هیروئینو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د فراه پخواني والي او سیاسي کارپوه محمد عمر شېرزاد دا مني چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د نشه يي موادو تولید د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ دی، خو د سیمې هېوادونه هم له نشه يي موادو سره په مبارزه کې رښتیني نه دي.

ده وویل: د سیمې هېوادونو ته هم زيان رسېږي، خو دوی هغه مسؤلیتونه هم په سم ډول نه دي ادا کړي چې د نشه يي موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې يې لري، کېمیاوي مواد او نور وسائل چې د نشه يي موادو په کښت، تولید او قاچاق کې کارول کېږي، د همدې هېوادونو له لارې افغانستان ته را قاچاق او بيا د نشه يي موادو په پروسس کې کار ځنې اخيستل کېږي، دغه ډول دا نشه يي مواد د همدې هېوادونو له لارې نړۍ ته قاچاق کېږي، د سيمې هېوادونو په دې برخه کې له افغان حکومت سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو لسو ورځو کې افغان امنيتي ځواکونو د نشه يي موادو پر کارخانو او زېرمو باندې ۱۴۵ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۱۵۰ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیولي او دغه ډول ۴۷۷۸ ټنه نشه يي مواد هم نیول شوي دي.

په دې موادو کې ډېره برخه يې هغه کېمیاوي مواد وو چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې د هېروئینو جوړولو لپاره افغانستان ته قاچاق شوي وو.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG