د افغانستان ولسمشر پايلوبې ته د لارموندنې لپاره د فوټسال ټيم وروستۍ برياوې وستايلې.
د فوټسال تر شلو کلونو د کم عمره لوبغاړو ټيم د اسيايي لوبو په لړ کې د اول وار لپاره پايلوبې ته لار پيدا کړه.
دغه ټيم د پنجشنبې په ورځ اندونيزيا ته څلور د درېيو په مقابل کې ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت.
جمهوري رياست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون د فوټسال لوبډلې له روزونکي عبدالرزاق ممرک سره ټيليفوني خبرې وکړې او د دغه پرمختګ مبارکي يې ورکړه.
د فوټسال ټيم روزونکي عبدالرزاق ممرک د فېسبوک پر پاڼه په خپل ويډيويي پيغام کې وويل: که څه هم زموږ لوبغاړو په بدني او د جسماني ځواک په لحاظ ستونزې درلودې، خو موږ تر خپل توان زياته هڅه وکړه، دا ژمنه کوو چې په پايلوبه کې به د خپل افغاني عزت او غيرت د دفاع لپاره ميدان ته ووځو.
د افغانستان د فوټسال تر شلو کلونو کم عمره لوبغاړي به سبا شنبه د جاپان له لوبډلې سره پايلوبه يا فاينل مسابقه وکړي.
دا سیالۍ د ایران په کوربه توب په تبریز ښار کې روانې دي.
افغانستان د اندونيزيا تر څنګ، ټايلند او هانک کانګ ته هم ماتې ورکړې، يوازې يې له ايرانه په لږ توپير ماته خوړلې ده.