د افغانستان د فوټسال شل کلنو ملي ټیم را روانه شنبه له جاپان سره د اسیا د اتلولۍ پایلوبه کوي.
افغان ټیم د پنجشنبې په ورځ اندونیزیا ته ۴ پر درې ماته ورکړه، څو فاینل ته ووځي.
په دوهمه نیمه پایلوبه کې جاپان اته پر څلور کوربه ایران مات کړ او د فاینل لوبې لپاره د افغانستان سیال شو.
د اسیا د فوټسال د شلو کلنو ملي ټیمونو اتلولېزې لوبې د ایران په کوربهتوب پیل شوې دي.
افغان ټیم فاینل ته د وتلو په خاطر اندونیزیا، تایلنډ او هانک کانګ مات کړي و او یوازې یې له ایرانه په کم تفاوت ماته خوړلې وه.
جاپان دوه واره د اسیا د شل کلنو د فوټسال اتلولي هم ګټلې ده، خو افغان ټیم لومړی وار دی چې فاینل لوبې ته لار پيدا کوي.
د ۲۰۱۹ میلادي کال د فوټسال د شل کلنو په اتلولیزو لوبو کې تر دې دمه افغان لوبغاړی سید حسین موسوي په شپږو ګولونو د غوره ګول وهونکي لقب له ځانه سره لري.