د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵
ارشیف، جلال‌اباد کې د یوې چاودنې عکس, May 13, 2018
ارشیف، جلال‌اباد کې د یوې چاودنې عکس, May 13, 2018

جلال‌اباد کې چاودنې یو تن وژلی او ۲۰ نور يې ټپیان کړي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن سهار نږدې نهه بجې د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د چپرهار پخوانۍ هډې سیمه کې شوې ده.

جلال‌اباد ښار کې چاودنې یو تن وژلی او ۲۰ نور يې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن سهار نږدې نهه بجې د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د چپرهار پخوانۍ هډې سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې په پېښه کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او ۲۰ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ویاند ظاهر عادل ویلي چې په ټپيانو کې یو سېکهـ افغان ماشوم او یو پولیس هم شامل دي.

نوموړي ویلي چې په ټپيانو کې د درې کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ویل کېږي چې چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر قوماندان دهقان په موټر شوې، خو معلومه نه‌ده چې نوموړي ته په‌دې چاودنه کې زیان رسېدلی دی او که نه؟

تر دې دمه د پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

جلال اباد ښار کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۷ نور يې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پېښه څو شېبې وړاندې د جلال‌اباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل رسنیو ته ویلي چې روغتون ته د پېښې له سیمې یو وژل شوی او ۱۷ ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړی ویلي چې په ټپيانو کې یو سکهـ ماشوم او یو پولیس هم شامل دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي هم پېښه تأييد کړې ده، خو ویلي یې دي چې د مقناطیسي ماین له امله پېښه رامنځته شوې.

ویل کېږي چې چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر قوماندان دهقان په موټر شوې خو معلومه نه‌ده چې نوموړي ته په‌دې چاودنه کې زیان رسېدلی دی او که نه؟

تر دې دمه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جلال اباد ښار کې چاودنې یو تن وژلی او شل نور يې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن سهار نږدې نهه بجې د جلال‌اباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې په پېښه کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او شل نور ټپيان دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ویاند ظاهر عادل ویلي چې په ټپيانو کې یو سکهـ افغان ماشوم او یو پولیس هم شامل دي.

نوموړي ویلي چې په ټپيانو کې د درې کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ویل کیږي چې چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر قوماندان دهقان په موټر شوې خو معلومه نه‌ده چې نوموړي ته په‌دې چاودنه کې زیان رسېدلی دی او که نه؟

تردې دمه د پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخېستی.

XS
SM
MD
LG