د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شوې لانجې بیا په فزیکي شخړې واوښتې


آرشیف/ د ولسي جرګې د غونډو تالار
آرشیف/ د ولسي جرګې د غونډو تالار

د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شوې لانجې نن یو ځل په فزیکي شخړې واوښتې.

دغه شخړه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د میر رحمان رحماني پلویانو دی د ریاست پر څوکۍ کېناوه.

دا کار د ولسي جرګې د یو شمېر نورو غړو له مخالفت او غبرګون سره مخ شو او د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي پلویان سره لاس او ګرېوان شول.

په دغو شخړو کې د ریاست مېز او څوکۍ هم مات شوي دي.

د ولسي جرګې یوې غړې فاطمې عزیز په دغې جرګه کې د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: له بده مرغه چې نن هم د تالار اوضاع کړکېچنه وه او د رحماني پلویانو غوښتل چې هغه تالار ته راولي، خو مخالفینو یې مخه ونیوله.

له دغې شخړې وروسته د ولسي جرګې د ټلوېزیون ژوندي نشرات هم قطع شول.

د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس د ټاکنې موضوع د جرګې د غړو تر منځ په یو جنجالي بحث بدله شوې او له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا لانجې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سلګونه سندونه د بحث او تصویب لپاره د جرګې په مېز پراته دي. ​

جنجال‌ها بر سر کرسی ریاست ولسی جرگه تا هنوز حل نشده‌است
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

XS
SM
MD
LG