د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د فوټسال افغان ډله سبا په نیمه پایلوبه کې له اندونیزیا سره لوبېږي


د اسیا د فوټسال د شل کلنو د سیالیو د نیمه وروستۍ مرحلې لېست
د اسیا د فوټسال د شل کلنو د سیالیو د نیمه وروستۍ مرحلې لېست

د افغانستان د فوټسال د شل کلنو ډله سبا په نیمه وروستۍ مرحله کې، د اندونیزیا پر وړاندې لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال د شل کلنو ډله وتوانېده چې د ټایلند ځواکمنه ډله دوه د درې په مقابل کې ماته کړي او د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د شل کلنو د سیالیو نیمه وروستۍ مرحلې ته لاړه شي.

د افغانستان د فوټسال دغه لوبغاړي چې په تېرو سیالیو کې ښه ځلېدلي، د دغو سیالیو د اتلولۍ مدعیان به وي.

دغه سیالۍ د اسیا د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د ایران د تبریز په ښار کې روانې دي.

XS
SM
MD
LG