د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۵

د فوټ‌سال افغان لوبډله د اسیايي لوبو وروستي نیمايي ته ووته

د افغانستان تر شل کلنۍ د کم عمر لرونکو فوټ‌سال لوبډله د اسیايي لوبو وروستي نیمايي ته ووته.

د سې شنبې د ورځې په لوبه کې افغان لوبغاړو وکولی شو چې تایلنډ ته د دوو په وړاندې په درې ماتې ورکړي.

دا لوبې د ۱۲ اسیايي ټیمونو ترمنځ د ایران په تبریز ښار کې ترسره کېږي.

افغانستان په خپله ډله کې توانیدلی چې تر شل کلنۍ د کم عمر لرونکو د فوټ‌سال د اسیاسي جام حذفي مرحلې ته ځان ورسوي.

په‌دې ترتیب به د افغانستان ټیم د پنجشنبې په ورځ په نیمه وروستۍ لوبه کې د اندونیزیا په وړاندې لوبه وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG