د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

په ارزګان کې د نیول شویو غیر مسؤله وسله‌والو د پلویانو اعتراض په شخړه اوښتی


د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت

په ارزګان کې د نیول شویو غیر مسؤله وسله‌والو د پلویانو اعتراض په شخړه اوښتی دی.

د ازادي راډيو خبریال وایي چې نن غرمه مهال لومړی کله چې په ولایت مقام کې د نیول شویو غیر مسؤله وسله‌والو د پلویانو او ځایي امنیتي مسؤلینو ترمنځ لفظي او بیا وروسته فزیکي شخړه رامنځته شوه، د نیول شویو غیر مسؤله وسله‌والو پلویانو د ارزګان ښار محاصره او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ګوته په ماشه کېناستل.

په سیمه کې د ازادي راډيو د خبریال په خبره چې اوس‌مهال په ښار کې ټولې هټۍ تړل شوې دي.

اعتراض کوونکي وایي چې نیول شوي کسان دې راخوشې شي.

تازه په دې اړه لا تر دې دمه نه چارواکو او او نه اعتراض کوونکي څه وایي، خو له دې مخکې د ارزګان سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو چې په تېرو درېیو ورځو کې یې د عملیاتو پر مهال تر ۵۶ تنو زیات غیر مسؤله وسله‌وال او سلګونه میله وسلې نیولې دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په نیول شویو کسانو کې د دغه ولایت پخوانی د امنیت امر نورزی، د شهرا کنډک پخوانی قوماندان غلام دستګیر الماس، د اوسنۍ درېیمې حوزې امر نور محمد او د یو شمېر امنیتي پوستو قوماندانان هم شامل دي.

د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري
د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري

قوماندان وايي، د دغه کسانو له ډلې د شهرا کنډک د قوماندان په کور کې یې یو نیم کانټینر سپکې او درنې وسلې هم پیدا کړي چې شمېر یې سلګونو ته رسېده.

نوموړی دغه‌راز زیاتوي چې د پخواني امنیت امر نورزي سره ۱۶ تنه ملګري او زیات شمېر سپکې، درنې وسلې او دولتي وسایط هم نیولي.

XS
SM
MD
LG