د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د سولې هیلې او د طالبانو له لوري د راتلونکو اندېښنو په اړه نړیوالې تبصرې


یو شمېر نړېوالې تبصرې
یو شمېر نړېوالې تبصرې
  • سټارز اېنډ سټرايپس

امريکايي سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې د افغانستان د سولې لپاره هیلو او د طالبانو له لوري د راتلونکو اندېښنو په اړه لیکلي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د بهرنيو ځواکونو د وتلو لیدلوري اندېښنې او په همدې حال کې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې هیلې را ژوندۍ شوې وې.

په مقاله کې راغلي چې د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي تل دې سیمې ته ورتلونکو ته هغه ځایونه ورښکاره کوي چې د طالبانو په حملو کې يې زیان لیدلی.

دا حملې په ۲۰۱۵ میلادي او نورې يې په افغانستان کې د جګړې له میدانه د امریکايي سرتېرو په بشپړه وتلو وروسته شوې وې.

لیکوال دې ته هم پام کړی چې د ځواکونو د وتلو خبرې او له طالبانو سره مذاکراتو یوې خوا ته هيلې زیاتې کړي او بل لور ته‌یې اندېښنې زیاتې کړي چې ښايي طالبان یو ځل بيا د هلمند په څېر ولایتونو کې د جګړې په میدان کې پياوړي شي.

سټارز اېنډ سټرايپس لیکلي، هیلې شته چې له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد مذاکرات په دوحه کې یوه نتيجه ولري.

ورځپاڼې د سیاسي چارو یوه کارپوره وحید مژده له قوله ليکلي: امريکايانو پرېکړه کړې چې طالبانو ته یو شمېر امتیازات ورکړي چې له اوسني وضعیته راووځي.

د مقالې په بله برخه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو وضعیت ته پام شوی دی.

د امریکا د پراختيا په انسټټیوټ کې یوې څېړونکې اشلي جکسن سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې ته ويلي، د لښکرګاه ښار دباندې د افغان ځواکونو د اډې په څو مترۍ کې د طالبانو بیرغ لیدل کېږي، نو خلک په‌دې باور دي چې سخت دریځي به اخر واک ته رسېږي.

د جکسن په وینا، دا فکر نه‌کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو خلک له طالبانو سره موافق وي، خو د دې څېړونکې په باور، خلک له ناچارۍ اوسني وضعیت ته تسلیم شوي دي.

  • سي بي سي

د کاناډا خپروندویې ادارې یا سي بي سي په افغانستان کې له کاناډايي ځواکونو سره د کارکوونکو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقالې د یوه افغان-کاناډايي محمد امین کیسه ليکلې چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې له ټورنټو څخه د ژبې او کلتور په برخه کې د کاناډايي ځواکونو د سلاکار په توګه افغانستان ته تللی و.

کله چې محمد امین افغانستان ته ولېږل شو، کار يې يوازې د یوه کال لپاره وو، خو د کاناډا نظامي مأموریت پنځه کلن شو او د دې اوږدې جګړې له کبله امین لکه نور ډېر خلک، په ژور خپکان اخته شو.

خو مقاله دې خبرې ته اشاره کوي چې امین د ملکي په توګه افغانستان ته تللی وو، نه د نظامي په توګه. کله چې ده په کاناډا کې د درملنې لپاره مراجعه وکړه، ورته وویل شول چې د روغتيا بیمه‌یې نه‌شته ځکه د دندې د پیل په لومړیو درېيو مياشتو کې يې بیمه نه‌وه غوښتې.

سي بي سي په‌دې مقاله کې ليکلي چې افغانستان ته لېږل شوي ملکيان یوازې له نظاميانو سره په خطر کې شریک دي، خو امتیازات یوازې د نظامیانو لپاره دي.

مقالې د کاناډا د ملي امنیت ادارې د یوه ویاند له قوله لیکلي چې کاناډا په افغانستان کې له نظامي مأموریت لپاره ۷۰ کلتوري سلاکاران استخدام کړي وو او فدرال اداره د روغتيا له ادارې سره کار کوي چې د امین غوندې کسانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

امین ویلي چې پیسې نه‌غواړي، بلکې غواړي فدرال حکومت‌يې درملنه وکړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG