د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

بریتانیا له افغانستان سره ۱۷۰ میلیونه پونډه مرسته کوي


په لندن کې د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې له ولسمشر غني سره د خبرو پر مهال. June 17 2019
په لندن کې د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې له ولسمشر غني سره د خبرو پر مهال. June 17 2019

بریتانیا پرون د دوشنبې په ورځ وروسته له دې چې د دې هېواد صدراعظمې او نورو چارواکو د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لندن کې وکتل، له افغانستان سره د ۱۷۰ میلیونه پونډو په ارزښت بشري مرسته اعلان کړه.

د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر روري سټیوارټ په لندن کې وویل، په افغانستان کې بشري مرستې ته شدیده اړتیا ده.

ده زیاته کړه: "جګړې او سختې وچکالۍ په میلیونونو افغانان له لوږې سره مخامخ کړي او دوی سختې طبي مرستې ته اړتیا لري، له همدې کبله بریتانیا د خوراکي موادو، اوبو او د پولیو د واکسین په شمول ابتدايي طبي مرستې مهیا کوي."

یو شمېر هغه کورنۍ چې د وچکالۍ له امله د بادغیس،غور او فاریاب ولایتونو څخه هرات ته راکډه شوي دي.
یو شمېر هغه کورنۍ چې د وچکالۍ له امله د بادغیس،غور او فاریاب ولایتونو څخه هرات ته راکډه شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر یوه مرستیال ویاند صمیم عارف چې له ښاغلي غني سره د بریتانیا په سفر کې ملګری دی، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو ترڅنګ پر یو لړ نورو مسئلو هم خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر ۱۰ ورځې وروسته پاکستان ته ځي چې له بریتانیا سره نږدې اړیکې لري او یو شمېر افغان کارپوهان فکر کوي چې ولسمشر غني به له بریتانیا وغواړي چې له خپل نفوذه په استفادې پاکستان د افغانستان په سوله کې رول لوبولو ته وهڅوي.

د ولسمشر غني ویاند صمیم عارف په‌دې اړه وویل چې د افغانستان ولسمشر د بریتانیا له صدراعظمې او نورو چارواکو سره په خبرو کې پر پاکستان د بریتانیا پر نفوذ خبرې وکړې.

د تېر کال وچکالۍ د افغانستان د خلکو پر اقتصاد خورا منفي اغېز کړی دی.

شبرغان کې د جوګیانو ژوند او ستونزې یې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

د دغو وچکالیو له کبله په لکونو خلک د یوې ګولې ډوډۍ لپاره اړ شوي چې نورو سیمو ته ولاړ شي، خو په نورو سیمو کې هم څه نه‌شي موندلی.

خان چې د کورنۍ له ۱۵ غړو سره کابل ته راکډه شوی وايي، په پلازمېنه کې هم د کار د کموالي له کبله د خپلو ماشومانو ګېډې نه‌شي مړولی.

ماشومه سحر چې د خپل تره په کور کې اوسي، وايي چې د کاکا اولادونه‌یې زیات دي او ډېر ځلې خواړه نه‌ورسېږي.

د بریتانا د نړیوالې پراختیا وزارت وايي، اټکل کېږي چې ۱۳ نیم میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG