د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مُرسي مړ شو


د مصر پخوانی ولسمشر محمد مُرسي
د مصر پخوانی ولسمشر محمد مُرسي

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مُرسي پرون دوشنبه مړ شو.

د مصر لوی څارنوال ویلي چې مُرسي په قاهره کې د محکمې په پنجره کې له خبرو وروسته بې‌حاله شو.

د مصر د حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مُرسي مړینه په روغتون کې تأیید او اعلان شوه.

محمد مُرسي د ۲۰۱۲ میلادي کال په جون کې د مصر د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ده د وفادارۍ په لوړه کې اساسي قانون او د خلکو د ګټو د بشپړې ساتنې ژمنه کړې وه.

۶۷ کلن مرسي د مصر لومړنی ولسمشر و چې د ازادو انتخاباتو له لارې واک ته ورسېد، خو د ده حکومت زیات دوام ونه‌کړ.

د مصر پوځ په ۲۰۱۳ میلادي کال د مُرسي له واک ته رسېدو یو کال وروسته په پراخو اعتراضونو پسې هغه له واکه لیرې کړ.

مُرسي له هماغه وخته بندي و او څو وارې په بېلابېلو تورونو محکمې ته حاضر کړای شوی و.

مُرسي پرون دوشنبه یو وار بیا محکمې ته حاضر شو.

د مصر دولتي ټلوېزیون ویلي چې د مُرسي د محاکمې غونډه د نوموړي د جاسوسۍ د تورونو په اړه وه او دې تورونو د فلسطین له حماس اسلام‌پالې ډلې سره د ده له مشکوکو تماسونو سرچینه اخیسته.

د مصر لوی څارنوال ویلي چې مُرسي د محکمې په پنجره کې له خبرو وروسته بې‌حاله شو.

د مصر حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې مُرسي روغتون ته یووړل شو او هلته‌یې مړینه تأیید شوه.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د مرُسي طبي راپور ښيي چې نوموړي په وروستیو کې په بدن کې هېڅ ټپ نه‌درلود.

مُرسي د اخوان‌المسلمین د ممنوع شوي ګوند یو وتلی مشر ګڼل کېده.

د بشري حقونو د څار ډلې د مرسي مړینه یوه داسې غمیزه بللې چې له وړاندې څخه‌یې اټکل کېده، ځکه چې د دې مؤسسې په وینا چارواکو د مُرسي د درملنې غم نه‌خوړ.

په لندن کې د اخوان‌المسلمین یو مشر محمد سودان وايي، د مُرسي مړینه مخکې تر مخکې تنظیم شوی قتل دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې له مُرسي سره‌یې نږدې اړیکې لرلې، مرسي شهید بللی دی.

XS
SM
MD
LG