د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د هلمند یو ځوان سوداګر د قومونو د یووالي له‌پاره لاسلیکونه ټولوي


د قومونو د یووالي له‌پاره د لاسلیکونو د ټولولو کمپاین
د قومونو د یووالي له‌پاره د لاسلیکونو د ټولولو کمپاین

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د یوه واړه تالار تر غونډې وروسته قومي مشران او د غونډې ګډون‌وال د یووالي د تعهد له‌پاره پر یوه سپین اوږده ټوکر لاسلیکونه کوي.

د دې پروګرام مسؤل میرویس پوپل وايي، غواړي په‌دې ډول د قومونو په خاص ډول سپین ږیرو او مخورو ترمنځ یووالی او نږديوالې ثابت کړي.

د هلمند دغه ځوان سوداګر ازادي راډیو ته وویل، دا کار به يې په کښته سطحه د سولې او قومونو ترمنځ ثبات سره مرسته وکړي.

د قومونو د یووالي له‌پاره د لاسلیکونو د ټولولو کمپاین
د قومونو د یووالي له‌پاره د لاسلیکونو د ټولولو کمپاین

د هلمند قومي مشران وايي، د قومي سپین‌ږیرو او مخورو سره دغه ډول ناستې او د هغوی د تعهد لاسلیکونه کولی شي هغه فاصلې راکمې کړي چي د ناامنیو او روانو جنګونو له امله رامنځته شوي دي.

د ازادي رآډیو خبریال محمد الیاس داعي یې په اړه راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

XS
SM
MD
LG