د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د نورستان روغتیايي کارکوونکي: له درېیو میاشتو راهیسې مو معاشونه نه دي اخيستي


د نورستان د مرکز پارون یو انځور
د نورستان د مرکز پارون یو انځور

په نورستان کې ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي شکایت کوي چې له درېیو میاشتو یې معاشونه نه دي اخيستي.

دوی وايي، که معاشونه ورنه کړل شي، کاربنديز به وکړي.

د نورستان ډاکتران وايي، په ډېرو سختو شرایطو او د دولت د وسله والو مخالفینو له ګواښونو سره سره خپلې دندې ترسره کوي، خو درې میاشتې کېږي چې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

ډاکتر محمد فاروق او ډاکتر عنایت الله ازادي راډیو ته وویل: د اختر په څلورمه ورځ یې له موږ سره وعده کړې وه چې د درېیو میاشتو معاشونه به درکوو، معاشونه هم نه دي راکړل شوي او ټيلیفونونه يې هم بند دي، نه د ډاکتر پوښتنه کوي او نه هم د بل روغتیايي کار کوونکي، موږ د دوکاندارانو پوروړي یوو، بازار ته نشو تللی، هر یو دوکاندار موږ ته چغې وهې چې قرض مې راکړه، د شپږو میاشتو اضافه کاري مو هم ورته پاتې ده، د ډېرو ډاکترانو په کورونو کې خوراکي مواد نشته، دوکاندارانو ته بې باوره شوي یوو، اوس قرض نه راکوی.

هغوي چې موږ ته معاش نه راکوي، موږ ورته کار نه کوو.

په نورستان کې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ذکې الله ستوري د یکشنبې په په ورځ ازادې راډیو ته د ډاکترانو د معاشونو د نه ورکړې خبره ومنله او ویي ویل: د روژې په میاشت کې مو پر همکارې موسسې فشار راوړ او د هغه فشار نتیحه کې يې د یوې میاشتې معاش ټولو صحې کار کوونکو ته ورکړ، اوس موسسې ته وزارت پېسې نه دي ورکړي، د دوو میاشتو معاشونه د ۳۷ روغتیايي مرکزونو د کارکوونکو پاتې دي.

خلک وايي چې پوره یوه میاشت وسله والو طالبانو په لوېدیځ نورستان کې روغتیايي مرکزونه تړلې وو، د قومي مشرانو په منځګړیتوب یاد مرکزونه د کوچني اختر په پنځمه ورځ بېرته پرانيستل شول، خو اوس ډاکتران ګواښ کوي چې که معاشونه ورته ونه رسېږي، نو دوی به کاربندیز وکړي، خو دوی وایي، که ډاکتران روغتیايي مرکزونه تړي او که د دولت وسله والې مخالفې ډلې، د ټولو زور ولس ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG