د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۸

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د افغانستان او انګلیند د کرکټ لوبه وګوري

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د افغان لوبغاړو په منځ کې
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د افغان لوبغاړو په منځ کې

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ جام په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان او انګلیند لوبه وګوري.

ټاکل شوې چې دا لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره شي.

افغان ولسمشر نن د بریتانیا حکومت په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو چې د سفر اصلي هدف یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې موضوع ښودل شوې.

افغانستان تر اوسه د کرکټ په نړیوال جام کې څلور لوبې کړي چې څلور واړه یې بایللې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG