د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د کابل چاپ ورځپاڼو نننۍ ګڼې څه وایي؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ بیا هم د افغانستان د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، اوس روښانه ښکاري چې د سیمې لویه برخه هېوادونه غواړي چې افغانستان سولې ته راشي او دا هېوادونه په سوله کې جدي مرسته هم کولی شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له یوه اړخه افغان چارواکي د امریکا په سیوري کې ګرځي او له بله اړخه همدا چارواکي د سولې جدي اراده نه لري.

د لیکوال په باور، د افغانستان خلک باید سولې ته د رسېدو لپاره پر امریکا فشار راوړي، ځکه چې امریکا په سوله کې رښتینې نه ده.

دنیا:

دنیا ورځپاڼه په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د امریکا په سولې سره افغانستان یو ځای ته نه رسېږي، بلکې ورځ تربلې د افغانستان وضعیت خرابېږي.

د لیکوال په باور، د حل لاره دا ده چې افغانان خپله بیدار شي، خپل سیاستوال ویښ کړي، تر څو د افغانستان په فکر کې شي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، کله چې له امریکايي لوري سره د طالب استازو خبرې بې پایلې شوې او په افغانستان کې یې سوله ټینګه نشوه کړای، نو د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو ارزښت نور هم په ډاګه شو.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، اوس افغان ملت، حکومت، د سیمې هېوادونه او په تېره بیا نړیواله ټولنه پر طالبانو غږ کوي چې له افغان حکومت سره د سولې لپاره خبرو ته حاضر شي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه او د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د همکاریو اړتیا.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له شک پرته د نړیوالې ټولنې له همکاریو پرته په سیمه او افغانستان کې د سولې راتګ ناشونی دی.

د سرمقالې د لیکونکي په باور، په افغانستان او سیمه کې هغه مهال سوله راتلی شي چې د سولې د خبرو اصلي محور د افغانستان پر قانوني دولت باندې را وڅرخي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، له ترورېزم سره مبارزه نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا مهال په افغانستان کې لسګونه طالب فکره ډلې د افغانستان د خلکو په ضد جنګېږي او افغانستان په یوازې ډول د دوی په وړاندې جګړه کوي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې ټوله نړۍ باید د دغې پدیدې په وړاندې سره یو موټی شي او په وړاندې یې کلکه مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG