د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

له سلو زیات تقنیني سندونه د ولسي جرګې تصویب ته په تمه دي


د افغانستان د ولسي جرګې د غونډو عمومي تالار
د افغانستان د ولسي جرګې د غونډو عمومي تالار

له سلو زیات تقنیني سندونه د ولسي جرګې تصویب ته په تمه دي، خو دغه جرګه اوس هم په کورنیو ستونزو کې ښکېله ده.

نږدې یوه میاشت کېږي چې د ولسي جرګې په ریاست جنجالونه روان دي، خو دغه جرګه لاهم په نامعلوم وضعیت کې ده.

د دغې جرګې یوه غړي عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له سلو زیات تقنیني سندونه د ولسي جرګې تصویب ته په تمه دي، خو مخې ته راغلي بن بست کارونه ځنډولي دي.

د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان

​نوموړی زیاتوي چې کاندید وزیرانو ته د باور رأیې د ورکولو بهیر او د حکومت په کړنو څار هم درول شوی دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان له هغې جملې لطیف نظري وايي، که په ولسي جرګه کې رامنځته شوی بن بست مات نه شي، د مقننه قوې رول به د خلکو او نظام په وړاندې کمزوری شي.

ده زیاته کړه: د ولسي جرګې د غړو ترمنځ ستونزې منفي پيغامونه لري، لومړی د مقننه قوې رول کمېږي، د دغې قوې ځای د خلکو او نظام په وړاندې کمزوری کېږي او بېکاره مقننه قوه به وي، هېڅ کله به هم اجرائیه قوه د دوی غوښتنو ته غوږ کېنږدي او دوهم بحث دا چې دغه مسئله په هېواد کې ټولنیزې ستونزې پیاوړې کوي."

د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست په سر د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ سیالي ده.

د ولسي جرګې د ریاست په انتخاباتو کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې ترلاسه کړې.

خو جنجالونه هغه وخت راپورته شول چې اوصولي او پلویانو یې ویل چې رحماني پنځوس جمع یو رأیې نه دي ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې غړی میر رحمان رحماني
د ولسي جرګې غړی میر رحمان رحماني

د ولسي جرګې موقت رئیس ښاغلي رحماني ګټونکی اعلان کړ.

د انتخاباتو په ورځ وویل شول چې ۲۴۷ استازي حاضر دي چې ګټونکی یې باید ۱۲۴ رأیې ترلاسه کړي، خو نور یې ویل چې په صندوقونو کې ۲۴۴ رأیې اچول شوي دي.

د رأیې پاڼو د شمېرلو په وخت کې په یوه پاڼه کې چې نقطه په کې درج شوې وه، باطله وګڼل شوه، د رحماني پلویانو دغه رأیه معتبره وګڼله، خو مخالفان یې باطله بولي.

له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د ولسي جرګې غړي په دې نه دي توانېدلي چې دغه بن بست مات کړي او د رئیس په ګډون د اداري پلاوي برخلیک وټاکي.

په ولسي جرګه کې د رحماني پلویان له هغې جملې په دغه جرګه کې د پروان د خلکو استازې جمله ظاهر سالنګي وايي چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی او ډېر ژر به د ولسي جرګې د رئیس په توګه کار پيل کړي.

خو بل لوري ته د کمال ناطر اصولي پلویان ټینګار کوي چې تر سره شوي انتخابات ملغا دي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې یو شمېر بې طرفه کسان وايي چې روان وضعیت دوی ولس ته خجالت کړي.

په دغه جرګه کې د کاپیسا استازی اقبال صافی وايي: اوس مهال خلک یرغمل شوي، دوی زیاتې تمې درلودې، خو نا امېده دي، موږ د خلکو د استازو په توګه شرمېږو چې پارلمان کې کورنۍ ستونزې نه شو حل کولای، نو څه ډول به د خلکو او ولس ستونزې حل کړو؟

بل خوا په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق مجروح وايي، د دې وېره شته چې دغه برخود به په ولسي جرګه کې په فزیکي برخورد بدل شي، د نوموړي په وینا، بیا به دغه ستونزې د ۱۷مې دورې تر اخره دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG