د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

شاناهان: په منځني ختيځ کې د وضعيت د خرابۍ د مخنيوي د پلانونو جوړولو ته اړتيا ده


د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاتريک شاناهان
د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاتريک شاناهان

د امريکا د دفاع سرپرست وزير وايي، په منځني ختيځ کې د وضعيت د لا خرابۍ د مخنيوي لپاره احتمالاً د پلانونو جوړولو ته اړتيا ده.

پاتريک شاناهان په عمان خليج کې د تېلو پر دوو لېږدوونکو کښتيو د تېرې پنجشنبې تر هغو حملو وروسته دا خبره وکړه چې امريکا يې مسؤليت پر ايران اړولى دى.

په دغو کښتیو کې يوه کښتۍ نارويژۍ او بله یې جاپانۍ وه.

پاتريک شاناهان پرون په واشنګټن کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل: "د نړۍ ١٥ فیصده تېل د هرمز له تنګي تېرېږي، نو د همدې لپاره د وضعیت د خرابۍ د مخنيوي په خاطر احتمالاً د پلانونو د جوړېدو اړتیا شته او موږ همداراز د دې نړیوال وضعیت لپاره د حمایت پراختیا ته ضرورت لرو."

د امريکا د دفاع سرپرست وزير دقيقاً ونه ويل چې د دغه وضعيت د کنټرول لپاره کوم اقدامات په کار دي.

تر دې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ايران د تېلو پر لېږدوونکو کښتيو د تېرې پنجشنبې په حملو کې په لاس درلودلو تورن کړ.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ پرون له فاکس نيوز ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې وويل چې دا کار ايران کړى دى.

ده زیاته کړه: "ايران دا کار کړى دى او تاسې پوهېږئ چې ايران دا کار کړى دى، ځکه تاسو يوه کښتۍ وليده او فکر کوم يو ماين ناچاودلى پاتې و."

د ولسمشر ټرمپ اشاره هغې ويډيو ته وه چې د امريکا پوځ خپره کړې ده.

د امريکا پوځ تېره پنجشنبه يوه ويډيو خپره کړه چې په کې څو کسان ښکاري چې د امريکا پوځ يې د ايران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک د ګزمې د يوې کښتۍ عمله ګڼي.

دغه کسان تر حملې وروسته ظاهراً د يوې کښتۍ له بدنې يو ناچاودلى ماين لېرې کوي.

ولسمشر ټرمپ له فاکس نيوز شبکې سره په مرکه کې پېشنهاد وکړ چې د واشنګټن له خوا دې پر تهران ډېر شديد بنديزونه ولګول شي.

ايران په عمان خليج کې پر کښتیو له شويو حملو سره خپل ارتباط رد کړى او وايي چې د امريکا د پوځ له خوا خپرې شوې ويډيو هېڅ شى نه دی ثابت کړی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو بيا تېره پنجشنبه ويلي وو، د امريکا د حکومت ارزونه ښيي چې په دغو حملو کې ايران دخيل دى.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي پرون د واشنګټن ادعاوې خطرناکې وبللې او ويې ويل چې دا د امريکا د بهرنيو چارو د وزير او نورو امريکايي چارواکو له خوا په دغسې مشکوکه او خواشينوونکې پېښه کې د ايران د تورنولو تر ټولو ساده او اسانه لار ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانت وايي، د خپلو ارزونو له مخې دې نتيجې ته رسېدلي چې د دې حملې مسؤليت د ايران پر غاړه دى.

بل خوا سعودي عربستان چې د ايران سيال هېواد ګڼل کېږي، هم د حملې تور پر ايران لګولى دى.

د جرمني په ګډون د امريکا ځينو نورو متحدانو ويلي چې دا لا څرګنده نه ده چې د تېلو پر لېږدوونکو کښتيو په حملو کې څوک لاس لري.

بل خوا چين، اروپايي ټولنې او ځينو نورو هېوادونو له ټولو اړخونو د زغم غوښتنه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګينګ شوانګ پرون په پيکنګ کې يوه کنفرانس ته وويل: "هېڅ څوک نه غواړي چې په خليج کې د کومې جګړې شاهد وي، دا د هېڅ چا په ګټه نه ده، د نړيوالې ټولنې په ګټه هم نه ده، ځکه نه غواړم د جګړې په اړه خبرې وکړم، نه غواړم د کومې جګړې وړاندوينه وکړم."

تېره مياشت هم د متحده عرب اماراتو ساحل ته نږدې د تېلو پر څلورو ټانکرونو حمله شوې وه چې په فارس خليج کې يې د تهران په وړاندې د واشنګټن او د واشنګټن د متحدانو په اړيکو کې کړکېچ زيات کړ.

XS
SM
MD
LG