د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۳

ناټو: طالبان دې د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي

په بروکسل کې د ناټو ودانۍ
په بروکسل کې د ناټو ودانۍ

د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړی ملکي استازی وايي چې طالبان باید د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړي ملکي استازي نیکولاس کې له طالبانو غوښتي چې ژرترژره له افغان حکومت سره خبرې وکړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره بین الافغاني ډیالوګ ته کېني.

ښاغلي کې دا څرګندونې په روانه اوونۍ کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له مرکزي قرارګاه څخه د لیدنې پرمهال کړي.

نوموړي له دې لیدنې وروسته په یو تصویري پیغام کې وویل چې طالبان باید د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي.

ده وویل: "افغانان سوله غواړي، افغانان د تشدد د پېښو کمېدل غواړي او طالبان باید د افغانستان د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي."

ښاغلی کې زیاتوي چې د ناټو غړي او شریکان له افغان حکومت او خلکو سره نږدې همکاري کوي، څو په دې هېواد کې د دوامدارې سولې امکان برابر شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د جون په پنځمه په بروکسل کې و او له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره یې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې. سټولټنبرګ له دې لیدنې وروسته پر ټوېټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د ناټو ۴۱ غړي او شریکان د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوي.

خلیلزاد تراوسه په شپږو پړاونو کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي، خو په دې ټولو خبرو کې د افغان حکومت ځای تش و.

همداراز دوه ځلې په مسکو کې په بین الافغاني خبرو کې هم د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود.

طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی دی.

د ناټو ملکي استازي په خپلو څرګندونو کې دا یادونه هم کړې ده چې په افغانستان کې له څلوېښت کاله جګړې وروسته اوس د سولې تر ټولو مناسب وخت رارسېدلی دی.

نیکولاس کې د روژې په میاشت کې مزارشریف ته د سفر پرمهال ویلي وو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به د روژې تر پایه او یا له هغه لنډه موده وروسته پیل شي.

خو د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په غیر مستقیم ډول وویل چې د دوی د غوښتنو د منل کېدو تر وخته به جګړه دوام وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG