د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

افغانستان د جنوبي افریقا په وړاندې


افغانستان او جنوبي افریقا
افغانستان او جنوبي افریقا

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شنبه د جون په پنځلسمه د جنوبي افریقا د کرکټ له لوبډلې سره مسابقه لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو ازادي راډیو ته ویلي چې نننۍ سیالۍ ته يې ځانونه ښه تیار کړي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبډلمشر ګلبدين نايب ازادي راډيو ته وويل چې افغان لوبغاړو دغې لوبې ته ښه تمرينات کړي او په لوړ مورال سره د لوبې ډګر ته ځي.

ښاغلي نايب په لوبډله کې د ډلو او ډلبازيو خبرې رد کړې او ويې ويل چې ټول لوبغاړي په پوره اتحاد او اتفاق سره د افغانستان د سرلوړۍ او د افغان ولس د خوښۍ لپاره لوبه کوي.

د يادونې ده چې افغانستان او سويلي افريقا تر دې مهاله کومه پنځوس اوريزه لوبه نه ده کړې، خو دوه ځلې په شل اوريزو سياليو کې سره مخامخ شوي چې دواړو ځلونو کې سويلي افريقې برياوې خپلې کړي.

افغان لوبډله د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې له پرله پسې درېيو ماتو وروسته نن شنبه خپله څلورمه لوبه د سويلي افريقا پر وړاندې د ويلز په کارډف کې کوي.

سیالي به د انګلستان په وخت په دوو نیمو بجو پیل شي.

افغانستان تر اوسه دوه نړیوالې مسابقې اسټرالیا او سریلانکا ته بایللې دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام ګټلو لپاره په نړیوالو سیالیو کې برخه لري.

په دې نړیوالو سیالیو کې به نن د سریلانکا لوبډله له اسټرالیا سره مخامخ شي.

د دې نړیوالو سیالیو د کوربه هېواد انګلستان ټیم پرون د ویست انډیز لوبډلې ته په اتو ویکټونو ماته ورکړه.

د هند او پاکستان د کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ مسابقه لري.

د جون په دوه ویشتمه به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له هند سره مخامخ شي او د جون په نهه ویشتمه نېټه له پاکستان سره مسابقه لري.

XS
SM
MD
LG