د هلمند قومي مشرانو او د دولت ملکي مامورینو د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه.
په لښکرګاه کې د افغان ځواکونو په ملاتړ دغه جوړې شوې غونډې ته ویناوالو وویل، مرکزي اداره دې هغه سرتېري پوره تجهیز او په امکاناتو سمبال کړي چې د جګړې په لومړیو کرښو کې دي.
ګډون کوونکو په عین حال کې له د افغان ځواکونو هم وغوښتل چې د خلکو سره د دندې په خاص ډول د عملیاتو پر مهال نیک برخورد وکړي او د چا مال او ځان ته ازار ونه رسوي.
د غونډې ویناوالو د حکومت څخه د ځینو نېږدو سیمو د بېرته نیولو له پاره د عملیاتو غوښتنه وکړه.
هغه معلومات چې ولایتي شورا د ازادي راډیو خبریال ته ورکړي ښيې د هلمند د ټولو سرتیرو په خاص ډول پولیسو تشکیل په مراتبو کم دي او د پوره کولو څرک يې نه لګیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند چارواکو تازه په یو شمېر سیمو کې د پراخه چاڼیزو عملیاتو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین ازادي راډیو ته ویلي چې دا عملیات به په هغه سیمو کې وکړي چې دمګړۍ د وسلهوالو طالبانو په ولکه کې دي.
د افغان ځواکونو د ستاینې او ملاتړ دغه غونډه په هلمند کې د سرحدونو او قبایلو د ریاست لهخوا جوړه شوې وه چې د عادي وګړو ترڅنګ، سپین ږیري او دولتي مامورینو هم پهکې برخه اخېستې وه.
د وسلهوالو پوځ د سرتېرو نه پهداسې حال کې ستاینه کېږي چې د هلمند اکثره سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او د هغه ځایه پر امن سیمو او کمربندي پوستو بریدونو ته دوام ورکوي.
بشپر راپور یې د ازادي رآډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: