د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د کېمياوي نشه‌يي موادو استعمال ډېر شوی


د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فدوتوف
د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فدوتوف

ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې د کېمياوي نشه‌يي موادو استعمال ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا «UNODC» څېړنې ښيې چې اروپا ته د افغانستان د تریاکو د قاچاقو ترڅنګ له اسیايي هېوادونو څخه هم اروپايي هېوادونو ته د مصنوعي نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فدوتوف «د کیمیاوي نشه‌يي موادو د خطرونو تحليل» په نوم غونډه کې وویل، نړیوالې ټولنې ټول پام يوازې د نشه‌يي موادو بوټو ته اړولی دی، خو دې اړخ ته يې پام نشته چې په نړۍ کې کېمیاوي نشه‌يي مواد ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دي.

دی وايي: "د نشه‌يي بوټو په پرتله د کېمیاوي نشه‌يي موادو ستونزې ته لږه پاملرنه شوې، له همدې امله د کېمیاوي نشه‌يي موادو خرڅلاو ورځ په ورځ ډېرېږي. کېمیاوي نشه‌يي مواد لکه میتافیتامین او امپیتامین یا شیشه اوس په یوه جدي روغتیايي ستونزه اوښتې او په اسیايي بازارونو کې يې خرڅلاو په چټکۍ سره ډېرېږي، موږ اروپايي مارکېټونو ته هم د دې موادو د قاچاقو شاهدان یو."

د ملګرو ملتونو يا «UNODC» څېړنې ښيې چې ځیني هغه نشه‌يي درمل چې پخوا به د درملنې لپاره کارېدل، اوس د نشې لپاره کارول کېږي، ځکه یې نو بیه هم ورځ په ورځ لوړېږي.

په افغانستان کې ځینو معتادینو ازادي راډیو ته ویلي چې دوی کېمیاوي نشه‌يي مواد، په ځانګړي ډول د نشې ګولۍ په بېلابېلو لارو د ښار له درملتونونو څخه پیري.

په‌دې اړه د عامې روغتیا وزارت د نشه‌‌يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاهپور یوسف ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې کېمیاوي نشه‌يي مواد په خپلو کورونو او رسمي دفترونو کې کاروي.

د ښاغلي یوسف په خبره د کېمیاوي نشه‌يي موادو ډېری معتادین له دې امله دا ډول نشه کوي چې ځان عصري او پرمختللی وښيې.

یوسف زیاتوي: "د مصنوعي نشه‌يي موادو استعمال په نړۍ او افغانستان کې ډېر شوی دی. د کېمیاوي نشه‌يي موادو کارول د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د تریاکو بیې راټيټې شي، ځکه چې ځای یې کېمیاوي نشه‌يي موادو نیولی. په افغانستان کې کېمیاوي نشه‌يي مواد ډېری ځوانان او شتمن خلک کاروي."

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په‌داسې حال کې له زیانمنو هېوادونو سره د مرستې او کېمیاوي نشه‌يي موادو د طرحې خبر ورکوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر اوسه پورې په ملي کچه له کېمیاوي نشه‌يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې ځانګړی قانون اوستراتيژي نه‌لري.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG