د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

لس افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته ورسېدل


لس افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته لاړل. June 12 2019
لس افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته لاړل. June 12 2019

لس افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته ورسېدل. دوی د افغانستان له هراته دا سفر پیل کړی وو.

دغو افغانانو د ترکمنستان، اذربایجان او ګُرجستان له لارې ۴۱۱۸ کیلومتره لار ووهله او پرون د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د استانبول اروپایي برخې ته ورسېدل.

په استانبول کې د دې بایسکل ځغلونکو تر رسېدو وروسته په‌دغه ښار کې د افغانستان جنرال کونسل زکریا بارکزي ترکي رسنیو ته د خبرو پر مهال د لاجورد لارې پر اهمیت ټینګار وکړ.

له افغانستانه اروپا ته د لاجوردو لار تر ټولو لنډه لار ده. د دې لارې تړون د افغانستان حکومت له درې کلونو خبرو وروسته تېر کال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د اوومې غونډې پر مهال لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG