د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د هلمند والي: نوي پوځي عملیات پیلوو څو ښې حکومتدارۍ ته زمینه برابره شي


هلمند کې یو شمېر افغان سرتېري
هلمند کې یو شمېر افغان سرتېري

د هلمند چارواکي د نویو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د هلمند والي وايي، سره له دې چې اوس مهال د دوی بېلابېل عملیات دوام لري، خو ډېر ژر به د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې چې لا هم د طالبانو په ولکه کې دي، پوځي عملیات پیل شي او د ښې حکومتدارۍ پروګرام ته زمینه برابروي.

تورن جنرال محمد یاسین ازادي راډیو ته وویل، د ژر پیلېدونکو عملیاتو له‌پاره يې تدابیرې جلسې پای ته رسېدلي دي او دم‌ګړۍ پر عملیاتي او اکمالاتي پلان کار کوي.

بل‌خوا د ازادي راډیو خبریال وايي، که څه هم د دغه عملیاتو له‌پاره په ښکاره حرکت او کوښښونه نه ترسترګو کېږي، خو حکومتي مسؤلینو ویلي دي چې ډېر ژر به د پلان له مخې د هلمند په جنوب او ځینو مرکزي سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ګڼې سیمې لا هم د طالبانو په ولکه کې دي.

په‌دې اړه نور حال د محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00

XS
SM
MD
LG