د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۸

د ننګرهار په لعل‌پورې کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې


ارشیف، ننګرهار کې د کرکټ یو لوبغالی

د ننګرهار ولایت په لعل‌پورې ولسوالۍ کې د سولې د جام تر عنوان لاندې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د ننګرهار د کرکټ مسؤلین وايي چې دغه سیالۍ ۲۲ ټیمونو ترمنځ نن د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او هدف یې د سولې په اړه عامه پوهاوی او د ځوانانو ترمنځ د ورزش د سیالیو پرمختګ دی.

دوی وايي چې یادې سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG