د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

اجرائیه رئیس: افغانستان کې د جګړې د دوام لامل د طالبانو «سرتمبګي» ده


عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د «مور» د ورځې په لمانځ‌غونډه کې
عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د «مور» د ورځې په لمانځ‌غونډه کې

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، طالبان په افغانستان کې د سولې د تأمینولو اراده نه‌لري.

د افغان حکومت اجرائیه رئيس وايي، په هېواد کې د جګړې د دوام لامل د طالبانو سرتمبګي ده.

عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د «مور» د ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل، د جګړې له دوام سره، د هېواد د میندو کړاونه هم ډیرېږي.

اجرائیه رئیس ټینګار وکړ چې طالبان په هېواد کې د سولې اراده نه‌لري:"وضعیت ښیې چې هغوی په هېواد کې د سولې د تأمینو اراده نه‌لري او فکر کوي چې د بهرنیانو د همکاریو او حضور له ختمېدو سره ښايي په هېواد بیا مسلط شي. کوم وضعیت چې هغوی یې څرګندوي، په تېره په هغو فرصتونو کې چې په لاس ورغلل، زه ورته بل هېڅ دلیل نه وینم."

ښاغلي عبدالله له طالبانو وغوښتل چې سوله‌ییز ژوند ته راشي او د خپلو سیاسي نظریاتو د شریکولو لپاره سیاسي خبرو ته کیني.

ده وویل، سوله د افغانستان د خلکو لومړیتوب دی او له خلکو یې هم هیله وکړه چې د سولې لپاره یو غږ او یو لاس شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه، د بین‌الافغاني خبرو لپاره له طالبانو سره شپږ ځلي مذاکرات ترسره کړي او اوس یې د افغانستان په ګډون، اووه هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

طالبانو تل د افغان حکومت له استازیو سره خبرې رد کړي او ویلي یې دي، تر کومه چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت وي، جګړې ته به دوام ورکړي.

ازادي رآډیو هڅه وکړه چې د اجرائیه رئیس د څرګندونو په اړه د طالبانو نظر هم ولري خو بریالۍ نه‌شوه.

په ورته وخت کې د طالبانو پخوانی غړی او د افغانستان د ژغورنې لارې شورا رئیس سید اکبراغا وايي، هر کله چې د دواړو لورو ترمنځ یو واحد اسلامي مېکانېزم رامنځته او بهرنیان له هېواده و وځي، سوله به ټینګه شي.

د افغانستان د ژغورنې لارې د شورا رئیس سید اکبراغا
د افغانستان د ژغورنې لارې د شورا رئیس سید اکبراغا

ده وویل، له هېواده د بهرنیانو له وتو وروسته طالبانو په هېواد کې د طالباني نظام غوښتونکي نه‌دي: "طالبان دلته طالباني نه، بلکې افغاني نظام غواړي چې دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه ناصر شفیق وايي، تر کومه چې د خلکو خوښه په‌کې شامله نه‌وي، طالبان او افغان حکومت یو هم ځانته د مشخص نظام په جوړولو نه‌شي بریالي کیدای.

دی په‌دې باور دی چې ګاونډي هېوادونه به له فرصته ګټه واخلي او هڅې به وکړي چې په افغانستان کې جګړه توده وساتي.

XS
SM
MD
LG