د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۲

د خوست ځینو سیمو کې د غنمو حاصلات دوه برابره شوي


په خوست کې سږ کال د غنمو حاصلات تر پخوا زیات شوي

په خوست کې سږ کال د غنمو حاصلات تر پخوا زیات شوي دي.

د خوست د کرنې ریاست مرستیال وايي چې په وخت د اصلاح شویو تخمونو د وېشلو او ورښتونو د غنمو حاصلات زیات کړي او ان په ځینو سیمو کې دوه برابره شوي.

بزګر هم د حاصلاتو له زیاتېدو خوښ دي.

یوه بزګر مختارالدین جلالزوی ازادي راډیو ته وویل: "الحمدالله سږ کال نسبت نورو کلونو ته د غنمو حاصلات ډېر ښه وو، هر چا چې تېر کلونه‌يې فرضاً پنځه خروراره غنم کېدل، تقریباً یو نیم چند يې زیاتوالی کړی دی."

د خوست د کرنې ریاست وايي چې د غنمو د راتلونکي کر لپاره ورته ۴۵۰ مټریک ټنه غنم منظور شوي چې په‌دې سره به بزګران وکولای شي په خپلو ځمکو کې اصلاح شوي تخمونه وکري.

XS
SM
MD
LG