د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

یاماموتو: د سولې په خبرو کې باید د افغان مېرمنو پراخ حضور په پام کې ونيول شي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر تادامیچې یاماموتو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر تادامیچې یاماموتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مشر چې د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې سیما سمر یې ملتیا کوله، نن سې شنبه په یو رسمي سفر کندز ولایت ته ولاړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر تادامیچې یاماموتو نن کندز ته د سفر پرمهال د سولې په روان بهېر کې د افغان ښځو د رول په تړاو تر سرلیک لاندې په یو ورځني جوړ شوي سیمینار کې د وینا پرمهال وویل، د سولې په روانو خبرو اترو کې باید د افغان مېرمنو پراخ حضور په پام کې ونيول شي، ترڅو عدالت تأمین شي او موږ به تل د افغانستان د خلکو په خوا کې یوو.

په کندز کې د سولې په روان بهېر کې د افغان ښځو رول په نوم د یو ورځني جوړ شوي سیمینار یو انځور
په کندز کې د سولې په روان بهېر کې د افغان ښځو رول په نوم د یو ورځني جوړ شوي سیمینار یو انځور

ده زیاته کړه:

"ویاړم چې نن موږ په دغه مهم پروګرام کې ګډون لرو، دا ډول پروګرامونه د سولې د تامین لپاره خورا مهم دي، د سرتاسري سولې په تأمین کې د ځوانانو، مېرمنو او د خلکو رول خورا مهم دی، ټول باید په هېواد کې د سرتاسري سولې د تامین لپاره په مسؤلیت سره کار وکړي."

په ورته مهال د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر په خپلو خبرو کې وویل چې په هېواد کې روانه جګړه تباه کوونکي ده او په ځانګړې توګه نجونې د همدې بدمرغې جګړې له کبله له زده کړو محرومې شوي او لا د زده کړې ساحه د نجو لپاره محدودېږي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

دې وویل:

"په سوله کې د ښځو رول کلیدي دی، موږ د څلورو لسیزو اوږدې جګړې د پایته رسېدو په هدف د هر لوی او واړه قدم د پورته کېدو ستاینه کوو او د هېواد هر وګړی باید ژمن شي چې دوی به نور په ملي مسؤلیت سره په هېواد کې د روان بشري ناورین په پایته رسېدو کې خپل رسالت ادا کوي."

په ورته وخت کې د کندز والي عبدالجبار نعیمي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سولې د ټنګښت په برخه کې رښتینې همکاري وکړي، څو نور افغانان ونه وژل شي او نه هم خلک په یو او بل نوم وځورول شي.

په سوله کې د ښځو رول تر سرلیک لاندې په دغه یو ورځني جوړ شوي سیمینار کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر تادامیچي یاماموتو، د افغانستان د بشرحقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر، په افغانستان کې د یوناما د بشر حقونو د دفتر رئیس، دولتي چارواکو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو، خبریالانو، ځوانانو، ښځو او محصلانو ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG