د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

هند کې پر يوې مسلمانې نجلۍ د جنسي تيري په تور ۳ کسان عمري بنديان شول


ارشیف، د هند د سترې محکمې ودانۍ
ارشیف، د هند د سترې محکمې ودانۍ

په هندوستان کې يوې محکمې پر يوې اته کلنې مسلمانې نجلۍ د جنسي تيري او بیا د هغې د وژلو په تور درېيو کسانو ته د عمر قید سزا واوروله.

محکمې د یوې اته کلنې مسلمانې نجلۍ د قتل او جنسي تيري په تور سنجي رام، دیپک خاجوریا او پرويش کمار په عمر بند او درې پولیس یې د شواهدو له منځه وړلو په تور په پنځو کلونو بند محکوم کړل.

د محکمې غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه شوه.

د وژل شوي نجلۍ مدافع وکیل مبین فاروقي د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل: "درېيو کسانو ته د قانون د ۳۰۲مې مادې له مخې د عمر قید سزا ورکړل شوه چې ۲۵ کاله کېږي. پر هر تورن کس د دې تر څنګ د ۱۴۳۸ډالرو جریمه هم راغلې ده."

دې قضيې په هندوستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوي بحثونه راپورته کړي او د واکمن هندو ګوند بهارتیه جنتا ګوند پر ضد اعتراضونه زیات شوي دي.

د هند پولیس
د هند پولیس

دا وروسته له هغه چې د یاد ګوند ځینو غړیو په‌دې قضیه کې د لاس لرونکو پر ضد د پولیسو پر اقداماتو انتقاد کړی وو.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ مياشت کې په کشمير سيمه کې د یوه هندو راهب په ګډون درېيو کسانو یوه اته کلنه مسلمانه نجلۍ تښتولې وه، نشه کړې او یوه اوونۍ يې ورباندې جنسي تېری کړی وو او وروسته یې پر سر په ډبره وهلې او وژلې وه.

د وژل شوي نجلۍ مدافع وکیلانو د درېيو تورنو کسانو د اعدامولو غوښتنه کوله.

د دې قضيې په تړاو د محکمې ۴۳۲ پاڼې پرېکړه‌لیک له مخې درې تورن کسان باید هر یو یو لک او پنځوس زره هندۍ روپۍ جریمه هم ورکړي او همدا راز درې تورن پولیس باید هر یو پنځوس زره روپۍ جریمه ورکړي.

ټول شپږ تورن کسان د استناف محکمې ته مراجعه کولای شي، دې قضیې ټول هندوستان شوک کړی دی.

د تښتولو، جنسي تېري او وژنو نورې ډېرې پېښې نه راپورته کېږي په ځانګړي توګه په لېرې پرتو سيمو کې او دا ځکه چې د راپورونو له مخې خلک پر پولیسو باور نه‌کوي او یا هم د ټولنيزو فشارونو له کبله چوپ پاتې کېږي.

د یادې قضيې په تړاو ټول اته کسان تورن شوي وو، خو یو یې د ویشال په نوم خوشې شو ځکه محکمې دی بې ګناه وپېژانده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG