د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۱

له افغانستانه پر امریکا او ځينو نورو هېوادونو د داعش د احتمالي حملې اندېښنه


ارشیف، د افغان ځواکونو له خوا په ننګرهار کې د داعش ډلې د یوه نیول شوي مرکز انځور July 26, 2016

یو شمېر امریکایي او افغان چارواکي دې ته اندېښنه لري چې د اسلامي دولت ډله یا داعش به چې په عراق او سوریه کې یې له ماتې وروسته اوس افغانستان په تېره بیا د دې هېواد شمال ختیځو غرنیو سیمو ته مخه کړې او خپلو لیکو ته نوي کسان جذبوي، پرمتحدوایالتونو او نورو لوېدیځو هېوادونو حملې پلانوي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، له نږدې شلو کلونو وروسته له هغه مهاله چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پیل شوې، د طالبانو په نسبت چې خپل فعالیتونه یې یوازې د افغانستان په خاورې پورې محدود ساتلي، دې ډلې ته چې ورځ تربلې پوځي وړتیاوې زیاتوي او ستراتیژي یې هم په افغانستان کې دننه او بهر د ملکیانو پر وژلو متمرکزه ده، د یوه ستر ګواښ په سترګه کتل کېږي.

د راپور په استناد، د داعش په اړه اندېښنې له چارواکو سره دومره زیاتې دي چې د دوی سترګې طالبانو ته وراوړي چې ښایي ورڅخه د داعش په ځپلو کې د یوه مهم شریک په توګه کار واخلي.

د افغانستان په ډېرو سیمو کې لیدل شوي چې د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ پر سیمو د کنټرول لپاره سختې جګړې شوې دي.

د امریکا د استخباراتو یوه چارواکي چې په افغانستان کې دنده لري او د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، دې اژانس ته ویلي چې په کابل کې یو شمېر وروستۍ حملې په اروپا او متحدو ایالتونو کې د لویو حملو لپاره د تمرین یوه لړۍ ده.

دې چارواکي ویلي چې داعش متحدو ایالتونو ته په لنډمهال کې یو ګواښ ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، د دې ډلې اساسي تمرکز په اروپا او متحدو ایالتونو کې پر حملو دی او دا یې یو هدف دی چې کله به یې عملي کوي.

بروس هوفمن چې د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې د امنیتي مطالعاتو د مرکز رئیس دی، افغانستان ته د یوه داسې هېواد په توګه ګوري چې ښایي داعش یې خپله نوې اډه وګرځوي.

د هغه په وینا، په عراق او سوریه کې له ماتې وروسته دې ډلې افغانستان ته زښت زیات پام اړولی او ډېرې منابع یې ورته ځانګړې کړي دي.

په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې سره تړلو وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې لږ وروسته له هغې چې دې ډلې د عراق او سوریې ډېره برخه خاوره ونیوه او اسلامي خلافت یې اعلان کړ، د خراسان ولایت په نوم د فعالیت د پیلېدواعلان وکړ.

په لومړي سر کې د پاکستاني طالبانو لسګونه وسله وال چې له پولې اخوا له خپلو اډو ایستل شوي وو، سره راټول شول او وروسته له افغان طالبانو بیل شوي وسله وال هم ورسره یوځای شول.

که څه هم دا ډله د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ډېره ځپل شوې او یو شمېر مهم قوماندانان یې وژل شوي، خو په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي ورسره یوځای شول، بېرته پیاوړې شوه.

نن ورځ د دې ډلې د غړو شمېر په افغانستان کې زرګونه تنه ښودل شوی چې د مرکزي اسیا، د عربي هېوادونو، چیچنیا، هند او د بنګله دېش اتباع او یو شمېر یې هم د چین اویغوریان پکې دي.

د امریکا د استخباراتو یوه چارواکي ویلي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له یوې اغېزمنې ستراتیژۍ پرته به په افغانستان کې له داعش سره تړلي وسله وال د دې توان ولري چې د یوه کال په موده کې په امریکا یا اروپا کې په لویه کچه حمله وکړي.

دې چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، ویلي چې په افغانستان کې د داعش له یو شمېر نیول شویو غړو څخه دا معلومه شوې چې دوی له خپلو سخت دریځو ملګرو سره په نورو هېوادونو کې اړیکې لري.

د راپور له مخې، چارواکو تراوسه په امریکا کې اته تنه چې په افغانستان کې یې له داعش سره اړیکې لرلې، نیولي دي.

XS
SM
MD
LG