د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

مسیر : خلیلزاد په کابل کې په څه بوخت دی؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ کابل ته د خلیلزاد سفر او سترې محکمې ته د ولسي جرګې د ستونزې د راجع کولو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

مسیر:

د مسیر خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، خلیلزاد په کابل کې په څه بوخت دی؟

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، په کابل کې خلیلزاد غواړي چې حکومت ته ډاډ ورکړي چې دوی به داسې ګام نه اخلي چې حکومت یو مخ پکې څنګ ته شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، بل بحث چې خلیلزاد ته په دې سفر کې مهم دی، هغه دا چې خلیلزاد لاهم پخواني ولسمشر او له حکومته دباندې سیاستوالو ته ارزښت ورکوي.

د ورځپاڼې لیکوال لیکلي، دغه چارواکي ښیې خلیلزاد او امریکا ته ځکه مهم وي چې دوی د مسکو غونډې ته ورغلي او طالبان هم له دوی سره خبرې کوي.

هېواد:

د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، په افغانستان کې د سولې لپاره بین الافغاني خبرې!

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې ډېرې پراخې شوي، خو له بده مرغه چې تراوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانانو غوښتنه یوازې او یوازې له امریکا او متحدیدنو یې دا ده چې د طالبانو او ترهګرۍ پر ملاتړو لوریو لکه پاکستان او روسیه فشارونه راوړي چې د جګړې له تمویلولو لاس واخلي.

ورځپاڼې په پای کې لیکلي، د سولې د هڅو د بریا لپاره باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، امریکا دا ځل په عمل کې غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي، څو دوی پر خپلو ستونزو او احتلافاتو بحث وکړي.

خو ورځپانې لیکلي، که طالبان د تېر په څېر بیا هم پر خپل دریځ ولاړ وي، د افغان سولې پروسه به د افغاني کېدو پرځای د سېمې، عربي او نړېوالو هېوادونو ترمنځ په رقابت بدله شي.

د ورځپاڼې په وینا، که چېرې دا پروسه له ستونزو سره مخ شي، طالبان به په دې سره نه یوازې د افغانانو هغه سترګې چې دې مهمې پروسې ته یې نیولي له خاورو ډکې شي، بلکې په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې چې قرباني یې یوازې او یوازې افغانان دي، د دوام لامل شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د ولسواکۍ مسخره تصویر.

ورځپاڼې لیکلي، حکومت وايي چې د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو مسئله به سترې محکمې ته محول کړي، خو د جرګې غړي بیا دا د قانون خلاف او د درې ګونو قواوو ترمنځ د یو بل په چارو کې مداخله بولي.

د ورځپاڼې لیکوال پوښتنه کړې چې دغه مسئله ولې دومره اوږده شوه؟ په داسې حال کې چې د ولسي جګرې د انتخاباتو له فساد او درغلیو ډک بهیر تر ډېره حده د ولسي جرګې مشروعیت له مخکې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د ولسي جرګې ترکیب داسې دی چې په لویو ملي مسایلو کې د ولس په په پلوۍ له دوی د غږ اوچتېدو تمه ډېره نه کېږي او دا د ولسواکۍ هغه مسخره تصویر دی چې تراوسه د نړۍ په هېڅ ګوټ کې نه دی لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG