د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر په اړه د نړیوالو ورځپاڼو پام!


د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني رئیس د اخلاقي فساد تورونو د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام ور اړولی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې افغان حکومت د کرام الدین کریم د نیولو حکم صادر کړی، ځکه پر هغه د جنسي ځورونې تورونه دي او اوس باید ورڅخه پلټنې وشي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ګارډين ورځپاڼې د تېر کال راپور ته پام کړی چې لومړی ځل یې د کرام الدین کریم له خوا جنسي ځورونو ته کتلي وو.

هغه مهال د افغانستان د ښځينه فوټبال ټیم کپتانې خالدې پوپل ورځپاڼې ته ویلي وو چې کرام الدین کریم د دې ټيم ښځينه غړې په جنسي توګه ځورولې دي.

د مېرمن پوپل په وینا، کریم په خپل کاري دفتر کې د خوب تخت لرونکی اطاق درلود او د هغه اطاق دروازه یوازې د ده د ګوتې په چاپ پرانیستل کېده، تر هغه وخته چې ده نه وو غوښتي چې څوک له هغه ځایه ووځي، هېڅ څوک له دې اطاقه دباندې نشو وتلی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خالدې پوپل له قوله ليکلي چې د ټیم نجونو ته خبرداری ورکړل شوی و چې رسنيو ته څه ونه وايي.

وروسته نهه کسانې په دې تور چې همجنسبازې دي، له ټيمه وایستل شوې.

کرام الدین کریم تېره ډېسمبر مياشت ګارډين ورځپاڼې ته ویلي وو چې د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره هېڅ ډول شواهد نشته.

د واشنګټن پوسټ په وینا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس د قضيې د تحقيق امر کړی، خو د دغو پلټنو موندنې نه دي علني شوي.

ورځپاڼې لیکلي چې دې رسوايۍ په افغانستان کې د ورزش کوونکو ټولنې ته سخته ضربه رسولې، چېرته چې ښځې غواړي د ورزش له لارې پر ټولنيزو او دودیزو ننګونو بریالۍ شي.

دي ابزرفر:

د افغانستان د فوټبال پر رئیس د جنسي ځورونې په قضیه کې د تل لپاره بندیز ولګېد.

دا د دي ابزرفر خپرونې عنوان دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم له خپلې دندې ګوښه شوی او د تل لپاره له فوټبال سره له اړوندو فعالیتونو منعه شوی دی.

د دې تر څنګ فیفا پر ده د یو ملیونه سويس فرانک جریمه هم وضعه کړې ده.

دا وروسته له هغه چې د فیفا تحقیقاتو وښودله چې ده له خپل موقفه په ناوړه استفادې سره ګڼ شمېر ښځينه فوټبال لوبغاړې په جنسي توګه ځورولې وې.

فیفا دوه ځلې پر کریم بنديز ولګاوه، ده ورباندې لګېدلي ټول تورونه رد کړي وو.

مقالې د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له قوله لیکلي چې دوی ته د ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ مياشت کې د جنسي ځورونې شکایتونه ورغلي وو او دوی په چټکۍ سره په دې اړه تحقیقات پیل کړل.

خو روانه اوونۍ ګارډين ورځپاڼې وویل چې د هغو ايمېلونو کاپي يې تر لاسه کړې چې په فیفا کې دننه لوړپوړو چارواکو ته د ۲۰۱۷ میلادي کال په اپرېل کې د یوه هلک د جنسي ځورونې په اړه شکايتونه شوي وو.

مقالې د فیفا د يوې وياندې له قوله لیکلي چې فیفا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جنسي ځورونو له ادعاوو خبره شوه او د جنسي ځورونې پر وړاندې دا اداره د صفر زغم پالېسي لري.

XS
SM
MD
LG