په پام کې ده چې سبا په کندهار ولایت کې د کانفوتوا سیالۍ پیل شي.
د دغه ولایت د ورزشي ادارې امر مدیر اغا ازادي راډیو ته وویل، دا یو رزمي ورزش دی او د دې لپاره پیلېږي چې ورزشکاران یې د کانفوتوا په سیالیو کې چې په پام کې ده په راتلونکې میاشت کې په کابل کې پیل شي، تیاریانې ونیسي.
په دغو سیالیو کې د کندهار ولایت د مرکز او ولسوالیو ۱۲ ټیمونه یو تربله سیالۍ ترسره کوي.