د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

ولایتي شورا: پکتیا د کاغذ پر مخ لومړی درجه ولایت دی


د پکتیا ولایت یو انځور
د پکتیا ولایت یو انځور

د پکتیا ولایتي شورا او مدني فعالان وایي، کابو دوه کاله کېږي چې پکتیا ولایت له دوهمې، لومړۍ درجې ته ارتقا کړې، خو تر اوسه د لومړۍ درجې امتیازات نه‌دي ورکړل شوي.

دوی وایي، ولایت مقام په کلکه له مرکزي ادارې د امتیازاتو غوښتنه نه‌ده کړې او وزارتونو په دې ولایت کې خپلو اړوند ریاستونو ته د لومړۍ درجې د امتیازاتو پر اساس بودجه او تشکیل نه‌دی ورکړی.

د پکتیا ولایت د مدني ټولنې فعال سید جمال‌الدین اصف‌خېل او د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدالرحمن قادري ازادي راډيو ته وویل:

"تقریباً یو نیم کال وړاندې کله چې ولسمشر غني پکتیا ته راغلی و، پکتیا یې لومړی درجه ولایت اعلان کړ او په همدې هکله‌یې فرمان هم ورکړی، خو متأسفانه چې تر اوسه پورې د لومړۍ درجې امتیازات پکتیا ته نه‌دي ورکړل شوي، همغه تشکیلات چې ۱۰ کاله وړاندې وو، اوس هم په همغه حالت کې دي، د بودجې او تشکیلاتو په برخه کې تر اوسه د لومړۍ درجې حقوق نه‌دي ورکړل شوي. لکه موږ ډېر مثالونه لرو، ولایتي شورا په اول درجه ولایتونو کې ۱۹ غړي لري، ولې متأسفانه په پکتیا کې اوس هم ۱۵ نفره دي."

"ولایتي رهبرۍ له مرکزي دولته په دغه عرصه کې چې د لومړۍ درجې ولایت کوم امتیازات دي، د هغو غوښتنه وکړي او ورباندې تأکید وکړي، هغه که اداري برخه کې وي او که په مالي او تشکیلاتي برخه کې وي، له مرکزي ادارې دې واخلي، خو متأسفانه هم د دوی کمزورتیا ده او هم په مرکزي دولت کې، هغه وزارتونه چې باید دوی د اولې درجې پر اساس دلته پکتیا ته خپل ریاستونه او امرین منتقل کړي، ولې تر اوسه هغه کار نه‌دی شوی."

د پکتیا ولایتي شورا وایي، ولسمشر د پکتیا د لومړۍ درجې فرمان صادر کړی، دا د ولایت مقام مسؤلیت دی چې امتیازات‌یې په ملکي او نظامي برخه کې له اړوندو وزارتونو وغواړي.

د پکتیا ولایتي شورا مرستیال محمد ایوب غروال ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د ولسمشر له خولې چې کومه خبره وځي، هغه حکم دی او باید پر ځای شي، دا چې ولسمشر هدایت کړی چې د لومړۍ درجې امتیازات دې ورکړل شي، په لومړي قدم کې دا مسؤلیت د جناب والی صیب جوړېږي چې والي صیب باید د لومړۍ درجې ولایت غوښتنه په ډېر جدي ډول له سیمه‌ییزو ارګانونو او د چارو له ادارې چې د چارو د ادارې مسؤلیت هم جوړېږي، باید په دې کې جدي اقدام وکړي."

د پکتیا ولایت مقام وایي، په دې برخه کې ولایتي ادارې له مرکزي حکومت سره په ګډه تر یوه بریده کار کړی او چارې پر مخ روانې دي.​د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت

د ولایت ویاند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته وویل: ​"یو کال وړاندې چې د پکتیا ولایت لومړۍ درجې ته ارتقا وکړه، له هغه را په دېخوا د دې ولایت په اداري او امنیتي تشکلاتو کې پراخوالی راغلی او همداراز خدمات هم په ځینو برخو کې ښه شوي دي، خو دا لړۍ تدریجي ده او په تدریجي شکل باندې د امتیازاتو د زیاتوالي دا لړۍ به دوام ومومي."

د افغانستان ولسمشر د ۱۳۹۶ کال د میزان د میاشتې په ۳۰مه نېټه د کابینې د ګڼو وزیرانو په ګډون د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته د سفر پر مهال د پکتیا له ولسونو سره د ۱۰ په شااوخوا کې د ټولګټو لویو او وړو کړنو د ترسره کولو ژمنه کړې وه چې له جملې یې یوه هم د دې ولایت لومړۍ درجې ته ارتقا او امتیازاتو ورکول وو.

XS
SM
MD
LG