د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۶

ملي امنیت په خوست کې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان وژلي


د افغانستان په نقشه کې د خوست ولایت

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي.

د ملي امنیت ریاست نن د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې دا په سیمه کې د حقاني شبکې په مرکزونو هدف‌مند عملیات بللي او زیاته کړې یې ده، د دې شبکې وژل شویو غړو به تخریبي او ترهګرو فعالیتونو کې او نورو ترورېستي ډلو ته د وسلو او مهماتو په لېږد کې لاس درلود.

د ملي امنیت د ریاست د خبرپاڼې په وینا په‌دې عملیاتو کې یو کس ټپي شوی او درې مشکوک کسان له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG