د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

خلیل‌زاد: د سولې خبرې نوي پړاو ته داخلېږي او افغانان دې په‌کې زیات ښکېل واوسي


د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته رسېدلی، څو د سولې د یوې جامع پروسې لپاره د امریکا د هڅو په اړه بحث وکړي.

دا خبره پرون یکشنبه ماښام په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت په اعلامیه کې راغلې ده.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله هم وروسته ټویټ وکړ چې د سولې خبرې نوي پړاو ته داخلېږي او افغانان باید تر بل هر وخت په‌کې زیات ښکېل شي.

ښاغلی خلیل‌زاد به د افغان حکومت له مشرانو، سیاستوالو، مدني ټولنو او ښځو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد د افغان سولې په تړاو په خپل دغه اووم سفر کې چې د مې له ۳۱مې یې پيل کړی تر دې دمه اسلام‌اباد، برلین او بروکسل ته تللی دی.

دی به متحده عربي اماراتو او بیا قطر ته هم ځي، څو له طالبانو سره له نږدې وګوري.

طالبانو له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې رد کړي.

دې ډلې ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله دوی ته لومړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG