د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۸ ښوونځیو تړل


په لوګر کې د نجونو د یوه ښوونځي انځور
په لوګر کې د نجونو د یوه ښوونځي انځور

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ده نو د کلي اوسېدونکو په سیمه کې اته ښوونځي تړلي دي.

دوی وايي، دغه ښوونځي د هستوګنې ځایونو او ښوونځیو ته نږدې د امنیتي پوستو د ځای پرځای کېدو له امله رخصت شوي دي.

د ده نو د کلي د اوسېدونکو استازي عبدالواحد مبارز ازادي راډیو ته وویل، د دغې سیمې زده کوونکي ښوونځي ته د تګ پر لار خوندي نه دي.

دی وایي:

"د ولسي پاڅون په نامه یې د هستوګنې کورونو ته نږدې پوستې جوړې کړي، دغه پوستې تل ډزې کوي، خلک مجبور شول چې خپل ماشومان ښوونځیو ته پرې نږدي چې ټپيان او یا ونه وژل شي."

دغه اته ښوونځي چې دوه لېسې، دوه منځني ښوونځي او د هلکانو او نجونو څلور لومړني ښوونځي په کې شامل دي، د خلکو په خبره، څه باندې دولس زره هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي.

په لوګر ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي یو انځور
په لوګر ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي یو انځور

​د ده نو د کلي بل اوسېدونکی امېد وايي، سیمه ییزو چارواکو ورسره بیا بیا ژمنې کړي چې دغه پوستې به د هستوګنې له سیمو او ښوونځیو لېرې کړي، خو تراوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

ده زیاته کړه:

"موږ د دې له امله ښوونځي تړلي چې والي صاحب د ستونزې د حل لپاره ژمنه وکړه، خو هېڅ اقدام یې ونه کړ، خلکو تصمیم ونیو چې د ښوونځیو دروازې وتړي، خپل غږ مسؤلینو ته رسوو، مخکې له دې په ځینو مواردو کې د ښوونځیو زده کوونکي ټپیان شوي او وژل شوي هم دي، له دې بدتر به نور څه وي؟"

ده نو د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ ګڼ مېشتې سیمه ده.

د دغه کلي اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د ولسمشر غني د زوکړې د کلي سرخ اب په ګډون په ټوله ولسوالۍ کې ناامني ډېره شوې ده.

دوه اوونۍ مخکې د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې د هستوګنې سیمو ته څېرمه د امنیتي پوستو شتون خلکو ته ستونزې پېښې کړي دي.

د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

د لوګر والي محمد انوراسحاقزی د ده نو د کلیوالو ستونزې په حقه ګڼي او وایي:

"د ده نو له کلي به ټولې امنیتي پوستې لېرې او داسې ځایونو کې به ځای پرځای شي چې خلکو ته مزاحمت نه وي، په دې هکله مې د ولایتي شورا، د ملي امنیت رئیس او د محمد اغې ولسوال موظف کړي چې د خلکو ستونزې همدا نن هوارې کړي."

په ورته وخت کې د لوګر د پوهنې ریاست هم ښوونځیو ته نږدې د امنیتي پوستو شتون زده کوونکو ته یو ګواښ ګڼي.

د لوګر ولایت د پوهنې د ریاست ویاند شاه پور عرب ازادي راډیو ته وویل، دغه ستونزه په ځینو سیمو کې لامل شوې چې ښوونځیو ته د زده کوونکو په ځانګړي ډول د نجونو ورتګ کم شي.

XS
SM
MD
LG