د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

واتیکان: پاپ فرانسېس به راتلونکې میاشت د روسیې ولسمشر د لیدنې لپاره ومني


د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس

واتیکان اعلان کړی چې پاپ فرانسېس به په راتلونکې میاشت کې د روسیې ولسمشر د لیدنې لپاره ومني.

په مسکو کې د کرملین ویاند ډیمیتري پېسکوف ویلي، روم ته د ولسمشر پوتین د دې سفر لپاره پلان جوړول پیل شوي دي.

پېسکوف ویلي:

"د پوتین د سفر لپاره چمتووالی او له روم سره تماس روان دي، له پاپ سره ملاقات په دې سفر کې پلان شوی دی."

په مسکو کې د کرملین ویاند ډیمیتري پېسکوف
په مسکو کې د کرملین ویاند ډیمیتري پېسکوف

​نوموړي زیاته کړې چې د دې سفر په اړه به په موقع جزیات خپاره کړي.

د پاپ فرانسېس او پوتین دا لیدنه تر هغې یوه ورځ مخکې پلان شوې چې له اوکراین څخه د رومن کاتولیک عیسویانو مشران په روم کې سره راټولېږي، څو په اوکراین کې د روانې شخړې او د روسیې او اوکراین د اورتودوکس کلیساګانو ترمنځ د بېلتون پر اغېزو بحث وکړي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس تر دې مخکې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو کې دوه ځلې له ولسمشر پوتین سره کتلي دي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په لیدنه کې فرانسېس د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ پر ټولو خواوو ټینګار کړی و چې د سولې لپاره رښتینې هڅې وکړي.

د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روس پلوو بېلتون غوښتونکو ترمنځ په جکړه کې تر اوسه شااوخوا دیارلس زره کسان وژل شوي.

دا جګړه د ۲۰۱۴ میلادي کال په اپرېل کې له هغې سمدستي وروسته راپیل شوه چې روسیې د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.

تېره میاشت واتیکان اعلان کړی و چې پاپ فرانسېس د اوکراین د ګریګ کاتولیک کلیسا مشرتابه د جولای په پنځمه او شپږمه نېټه وربللی، د دې هدف د اوکراین پر کړکېچن وضعیت بحث بلل شوی و.

ګریګ کاتولیک عیسویان په اوکراین کې اقلیت او پاپ ته وفادار دي.

تېره میاشت د اوکراین د ارتودوکس عیسویانو کلیسا په رسمي توګه د روسیې له ارتودکس کلیسا څخه بېله شوه.

دا بېلتون د د نړۍ د ارتودکس عیسویانو استانبول مېشتي روحاني مشر تأیید کړ.

د روسیې کلیسا د ارتودکس عیسویت یوه لویه برخه ګڼل کېږي چې شااوخوا زر کاله د مخه د ۱۰۵۴ میلادي کال په بېلتون کې د ختیځ ارتودکس عیسویان او رومان کاتولیک عیسویان سره جلا شول.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې روسیې او واتیکان بشپړې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.

ولسمشر پوتین د کاتولیک عیسویانو له پخواني مشر پاپ بنیډیکټ سره هم کتلي وو.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پاپ فرانسېس له روسي پادري کیریل سره په کیوبا کې وکتل.

دا د کاتولیک او ارتودکس عیسویانو د مشرانو ترمنځ په تاریخ کې دا ډول لومړنۍ لیدنه وه، خو لا هم د دواړو کلیساوو ترمنځ تاریخي زړه بداوي پر ځای پاتې دي.

د پخواني شوروي اتحاد وروستي مشر میخایل ګورباچوف او د شوروي تر نړېدو وروسته د روسیې لومړني ولسمشر بوریس یلتسن دواړو پاپ جان پال دوهم ته بلنه ورکړې وه خو د ارتودکس مشرانو مخالفت د دې هڅو خنډ شو.

پاپ جان پال دوهم لومړنی کاتولیک مذهبي مشر و چې د پخواني شوروي اتحاد ځیني هېوادونو لکه ګورجستان، اوکراین، قزاقستان، ارمنستان او اذربایجان ته یې سفرونه وکړل.

XS
SM
MD
LG