د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

زاخاروا: له روسیې د طالبانو کتنه ښيي چې مسکو غواړي په افغانستان کې روغه جوړه وشي


ارشیف، په مسکو کې د طالبانو د مذاکراتو د ټيم د غړو یو انځور
ارشیف، په مسکو کې د طالبانو د مذاکراتو د ټيم د غړو یو انځور

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له مسکوه د طالبانو د پلاوي کتنه په نړیواله سطحه د روسیې حیثیت او اعتبار ته زیان نه پېښوي، بلکې برعکس هغه د دې ښکارندويي کوي چې مسکو غواړي په افغانستان کې روغه جوړه وشي.

لس ورځې وړاندې د مې په ۲۸مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په مسکو کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره چې مشري یې د طالبانو مرستیال مشر او په دوحه کې د دې دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر کوله، وکتل.

لاوروف د طالبانو له پلاوي سره د روسیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیلېدو د سلمې کلیزې د رسمي مراسمو د نمانځنې ترڅنګ غونډه کې دغه کتنه ترسره کړه.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروا پرون چهارشنبه وویل چې د افغانستان د یو شمېر مخکښو سیاسي څېرو ترڅنګ د طالبانو له پلاوي سره دغه کتنه نه یوازې دا چې د روسیې حیثیت او اعتبار ته زیان نه رسوي، بلکې هغه پر دې تاکید کوي چې روسیه په افغانستان کې یوه جوړ جاړي ته په رسېدو کې فعال رول لوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخاروا
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخاروا

زاخاروا زیاته کړه، روسیې تل پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه یوازې له سیاسي او د خبرو له لارې او هم په تدریجي ډول د رقیبو ډلو ترمنځ د تماسونو له لارې هوارېدلی شي.

د هغې په وینا، دا د دې جګړې د جنایتونو او بې رحمیو د پای ته رسېدو یوازنۍ لاره ده.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې دغه راز وویل چې مسکو ته د طالبانو د پلاوي وربلل د افغان روغې جوړې د نړیوالو هڅو په چوکاټ کی او هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې مطابق تنظیم شوي وو چې د روغې جوړې په خبرو کې د طالبانو غړو ته د ګډون او بهر ته د سفر کولو اجازه ورکوي.

ماریا زاخاروا دغه راز وویل چې مسکو ته د طالبانو د پلاوي ورتګ او په بین الافغاني خبرو کې د هغوی ګډون باید له کابل، اسلام اباد او یو شمېر نورو لوېدیځوالو سره چې هغوی هم په خپل وار له طالبانو سره سیاسي اړیکې ټینګې کړي، کړکېچ رامنځته نه کړي.

د هغې په وینا، مسکو له طالبانو سره د اړیکو په لرلو کې دوه هدفونه تعقیبوي، یوه د روسي اتباعو او په افغانستان کې د دې هېواد د ډیپلوماتیکو نماینده ګیو د ساتنې او خوندیتوب مسئله ده او بله هم په افغانستان کې د روغې جوړې د بهیر پیلېدل دي.

زاخاروا زیاته کړه، روسیه داسې انګیري چې په افغانستان کې یو جوړ جاړی کولای شي چې دا هېواد پر یوه بې طرفه، په خپل ځان بسیا او داسې هېواد بدل کړي چې نور د ترورېزم، افراطیت او د مخدره موادو د قاچاق له شره خلاص وي او هم به یې له خاورې پر ګاونډیو هېوادونو د حملو لپاره کار نه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG