د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

پاکستان ته د غني له‌خوا د افغان سولې د موضوع پر جدي مطرح کولو ټینګار


افغان ولسمشر اشرف غنی
افغان ولسمشر اشرف غنی

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی او د چارو ځیني افغان کارپوهان وايي چې افغان ولسمشر باید پاکستان ته په خپل سفر کې د سولې مسئله جدي ونیسي.

دوی ټینګار کوي چې افغان ولسمشر پاکستان ته له سفر وړاندې باید د سفر او بحث اجنډا له ملت سره شریکه او په خپلو خبرو کې د افغان ولس ستونزې او غوښتنې د هغه هېواد له چارواکو سره مطرح کړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، په افغان سوله کې د پاکستان رول ډېر مهم دی چې باید له پاکستاني لوري سره پرې جدي خبرې وشي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "له جمهور رئیس غني نه د افغان ولس غوښتنه دا ده کله چې پاکستان ته سفر کوي په ډېر جدیت سره له هغه هېواد سره د افغان سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي او همدا شان هغه ستونزې چې افغان حکومت‌یې له پاکستان سره لري هم تر بحث لاندې ونیول شي."

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ په ۶مه د پاکستان صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړي.

ښاغلي غني تېره ورځ په خپل اختریز پیغام کې وویل، پاکستان ته په خپل سفر کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ نوې پاڼه پرانیزم.

د یادونې ده چې واک ته تر رسېدو وروسته د ښاغلي غني لومړنی سفر هم پاکستان ته و او افغانستان تمه لرله چې هغه هېواد سره به‌یې اړیکې ښه او پاکستان به د دغه هېواد د سولې په برخه کې خپل مهم او عملي رول ادا کړي، خو وروسته له هغې افغان حکومت په وار وار دا انتقاد کړی چې پاکستان په یاده برخه کې ژمنې کړي، خو عملي کړې یې نه‌دي.

افغان حکومت پاکستان د افغان حکومت د مخالفینو په ملاتړ هم تورنوي، خو پاکستان بیا دا ادعاوې تل رد کړې دي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وايي، دا چې پاکستان په اوس کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ممکن افغان پلاوي ته د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ځیني امتیازونه ورکړي.

بل‌خوا د پوهنتون استاد نجیب‌الله ازاد وايي چې په پاکستان کې حکومت نوی شوی، د افغانستان پاکستان ترمنځ درې اړخیزې او دوه اړخیزې غونډې شوي، نو پاکستان هم غواړي د ښه نیت لپاره ولسمشر غني سره ځینې ژمنې او بیا وروسته پرې عمل وکړي.

د پوهنتون استاد نجیب‌الله ازاد
د پوهنتون استاد نجیب‌الله ازاد

ښاغلی ازاد وايي، د افغانستان د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره باید د افغان حکومت پلاوي هغه هېوادونو ته سفرونه وکړي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

ښاغلی ازاد زیاتوي: "محمد اشرف غني یا نور لوړپوړي افغان چارواکي باید هغو هېوادونو ته سفرونه وکړي چې ښاغلي خلیل‌زاد کړي، ځکه د خلیل‌زاد سفرونه د سولې په اړه د امریکا دریځ دی، نه د افغان حکومت."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یوې سرچینې اسلام‌اباد ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر وروستي سفر وروسته امریکا غږ ته ویلي "په داسې حال کې چې خبرې په یوځای ودرېدلې، خلیل‌زاد د ټولو خواو په شمول د پاکستان نه غواړي، طالبان دې ته اماده کړي چې په خپل دریځ کې نرمښت وښیي.

خو افغان سیاسي کارپوه وحید مژده چې په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرې له نږدې څاري وايي، طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اعلان کې له خپله دریځه نه‌تېرېږي.

XS
SM
MD
LG