د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د اوکراین ختیځ کې د جګړې د ختمولو په اړه له روسیې سره خبرو ته د زلنسکي چتووالی


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په بروکسل کې د ناټو یوې غونډې د وینا پر مهال
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په بروکسل کې د ناټو یوې غونډې د وینا پر مهال

د اوکراین ولسمشر وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې سره خبرو اترو ته چمتو دی.

ولودیمیر زلنسکي چې د سې شنبې په ورځ د ناټو په مرکز کې و، همدارنګه وویل، اوکراین به په دې پوځي تړون کې د غړیتوب لپاره لا ډېر هڅې وکړي.

ولودیمیر زلنسکي بروکسل ته د اوکراین د ولسمشر په توګه په خپل لومړني سفر کې له ناټو سره ژمنه وکړه چې دې پوځي تړون ته به ژمن پاتې کېږي.

زلنسکي چې دوه اوونۍ مخکې یې د اوکراین د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، د سې شنبې په ورځ‌یې له هغه څه چې نوموړي د روسیې تېری وباله شکایت وکړ.

ښاغلي زلنسکي وویل: "د روسیې اوسنی وسله‌وال تېری، د اروپا او اتلانتیک لپاره یوه لویه ننګونه ده. زموږ ګډه دنده دا ده چې ډاډمن شو، د تور سمندرګي په حوزه کې ثبات او امنیت د متحدینو زیاتو هڅو ته اړتیا لري."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ (ښی) د اوکران له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په بروکسل کې د خبرو پر مهال
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ (ښی) د اوکران له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په بروکسل کې د خبرو پر مهال

د اوکراین ولسمشر بروکسل ته د سې شنبې د ورځې په دې سفر کې د اروپا او ناټو له چارواکو سره وکتل.

نوموړې وویل، سره له دې چې روسیې تېری کړی، چمتو دی د اوکراین په ختیځ کې د وضعیت په اړه له مسکو سره خبرې وکړي.

د اوکراین په کړکېچ کې چې د ۲۰۱۴ م کال له اپرېل میاشتې څخه پیل شوی، تر اوسه شااوخوا ۱۳ زره کسان وژل شوي دي. د جګړې له پیل لږ وروسته روسیې د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراین بېله او په خپلې خاورې پورې وتړله.

د سې شنبې د ورځې په غونډه کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، روسیه باید خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي.

د نوموړي په وینا دوی دا مهال د تور سمندرګي وضعیت په دقت څېړي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "د روسیې د غیر قانوني اقداماتو په غبرګون ناټو په تور سمندرګي کې د نورو بېړیو او الوتکو په وسیله خپل حضور پیاوړی کړی دی. موږ به سیمه کې له خپلو شریکانو اوکراین او ګرجستان سره دې همکاریو ته دوام ورکړو. وضعیت هم له نږدې څارو."

په دې غونډه کې د اوکراین ولسمشر یو وار بیا وویل چې په اروپايي ټولنه او ناټو کې یې د هېواد د بشپړ غړیتوب لپاره ژمنتیا بدلون نه‌منونکې ده.

د اروپا کمېسیون مشر ژان کلود یونکر (ښی) د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د خبرو پر مهال
د اروپا کمېسیون مشر ژان کلود یونکر (ښی) د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د خبرو پر مهال

روسیه د ناټو د غړو له پراختیا په ځانګړې توګه په‌کې د اوکراین او ګرجستان له شمولیت سره مخالفت لري.

ولودیمیر زلنسکي چې اوکرایني کمېډین و او هېڅ سیاسي تجربه‌یې نه‌درلوده، د خپل هېواد په وروستیو انتخاباتو کې یې پخوانی ولسمشر پترو پروشنکو ته ماتې ورکړه او د مې په ۲۰مه نېټه رسماً د اوکراین ولسمشر شو.

اوس د نوموړي په وړاندې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ او له روسیې سره د کریمیا د ټاپو وزمې د نښلولو د ستونزې سربېره، اداري فساد او لویې مالي ستونزې له سترو ننګونو څخه دي چې هڅه کوي پرې برلاسی شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG