د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

غني: پاکستان ته په خپل سفر کې د کابل او اسلام‌آباد تر منځ نوې پاڼه پرانېزم


ولسمشر غني
ولسمشر غني
  • د بندیانو ازادېدل

ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته دا ځل طالبانو ته کوم پیغام ور نه‌کړ او يوازې یې د دغې ډلې د ۱۷۵ زندانیانو پر ازادېدو ټینګار وکړ.

نوموړي له دې وړاندې ویلي و چې د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنو پر بنسټ د طالبانو د ډلې ۱۷۵ غړي ازادوي، خو تر دې مهاله دغه بندیان نه دي ازاد شوي، د ولسمشر غني په خبره حکومت د دغو زندنیانو ازادولو ته ژمن دی.

  • د پاکستان سفر

افغان ولسمشر په‌خپل دغه اختریز پیغام کې له پاکستان سره د يوه نوي تاریخ پړاو د پېلېدو خبره وکړه.

هغه وویل، د چنګاښ په شپږمه پاکستان ته سفر کوي: "تدبیر، تعمل او منظم تفکر په کار دی، څو يو نوی تاریخي پړاو پیل شي، نه ژر ناامېده کیدلی شو او نه هم ژر هیله‌مند کیدای، په دقت سره باید مخته ولاړ شو، څو د لارې يوې عملي نقشې ته ورسو چې د دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان ولسونو ته د منلو وي."

ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په ورځو کې هرکال د معمول په څېر طالبانو ته پیغام ورکوي، خو دا ځل یې دغې ډلې ته په داسې حال کې پیغام ورکړ چې طالبانو د اوربند په اړه د حکومت او لویې مشورتي جرګې غوښتنه و نه منله.

له دې وړاندې د طالبانو د ډلې مشر ملا هېبت الله په‌خپل اختریز پیغام کې ویلي وو چې دغه ډله جنګ ته دوام ورکوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو په ګډون د دولت وسله‌والو مخالفینو د روژې په میاشت کې په کابل او ولایتونو کې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړ.

  • پر انتخاباتو ټینګار

بل‌خوا ولسمشر محمد اشرف غني په‌خپل اختریز پیغام کې د ولسمشریزو انتخاباتو پر شفافیت هم ټینګار وکړ.

هغه په‌دې اړه د ولسمشریزو انتخاباتو له نوماندانو وغوښتل چې: "زه د ولسمشریزو انتخاباتو له ټولو نوماندانو غواړم چې زما سره کیني، څو د انتخاباتو پر اخلاقي اصولو يوې هوکړې ته ورسېږو، موږ شفاف او مؤثر انتخابات غواړو او دا د خلکو حق دی چې چاته رایه ورکوي او دا زموږ دنده ده چې خلکو دا زمینه برابره کړو چې په خپلواک ډول د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي."

ولسمشر له دولتي ادارو هم وغوښتل چې په انتخاباتو کې بې پرې پاتې شي او زیاته یې کړه چې ملکي او پوځي بنسټونو ته لارښونه شوې ده چې د انتخاباتو په بهیر کې مداخله ونه‌کړي.

د افغان ولسمشر په خبره، امنیتي بنسټونو ته دنده سپارل شوې څو د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.

XS
SM
MD
LG